لنډ معلومات

د خبري رسنيو کمېسيون د ټاکنو د قانون له ٥١ مې مادې سره سم دټاکنو لپاره تاسيس شوى دى. دغه کمېسيون دنده لري چې دا خبره باوري کړي چې رايه ورکوونکي به د رايې ورکولو په مهال د اګاهانه انتخاب د تر سره کولو موقع ولري.

څرنګه چې د ټاکنو د قانون په ٥١ مه ماده کې په ګوته شوي دي، دا کمېسيون به " د ټاکنيزو مبارزو منصفانه رپوټ ورکول او خپرول څاري، او همدا راز به هغه شکايتونو تر غور لاندې نيسي چې د انتخاباتي کمپاين په هکله د منصافانه راپور ورکولو او پروګرامونو خپرولو د اصولو د ماتولو يا د ډله ايزو رسنيو د کړندود څخه د سرغړونو په اړه راپورته کېږي."

د خبري رسنيو د کمېسيون د مسئوليتونو تفصيل په لاندې ډول دى:

  • د انتخاباتي کمپاين په هکله د خبري رسنيو د خپرونو څارل
  • د انتخاباتي کمپاين په هکله د منصفانه راپور وکولو او خپرونو د اصولو د ادعا شوو ماتونو او د ډله ايزو خبري رسنيو د کړندود څخه د نورو سرغړونو په هکله د راپورته کېدونکو شکايتونو تر غور لاندې نيول.
  • د سپانسر شوو اعلانونو د پروګرام ترتيبول او څارل چې د دغه پروګرام له مخې بايد د زمري له ٢٦مې څخه د وږي تر ٢٤مې نېټې پورې د رسمي انتخاباتي کمپاين په اوږدو کې هر کانديد د راديو يا تلويزيون يو سټيشن ته د خپلو پيغامونو د خپرولو لپاره يو برابر لاس رسي ولري.

ترکيب

د خبري رسنيو کمېسيون پنځه غړي لري، چې درې يې افغانان او دوه يې نړيوال دي. سربېره پردى کمېسيون سره حقوقي سلاکار، د خبري رسنيو د څارنې کارپوهـ، د عامه اطلاعاتو مامور، د اسنادو ساتونکى، اداري مرستيالان، ژباړن او پلټونکي مرسته کوي. د خبري رسنيو کمېسيون په کابل کې دفتر لري او د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر ساحوي دفترونو سره په ګډه کارکوي ترڅو په ولايتونو کې ټولو خلکو ته د لازمو معلوماتو رسېدل باوري کړي.

د خبري رسنيو د کمېسيون د کار موده

د خبري رسنيو کمېسيون بايد له ټاکنو څخه لږ ترلږه ٦٠ ورځې وړاندې تاسيس شي او د ټاکنو د پايلو د اعلانېدلو نه وروسته په ٣٠ ورځو کې خپل کارونه پاى ته ورسوي.

شکایتونه

هرڅوک کولاى شي چې د خبري رسنيو کمېسيون ته خپل شکايت وسپاري. شکايت کوونکى کېداى شي چې يو کانديد، رايه ورکوونکى، زده کوونکى او داسې نور وي. د خبري رسنيو کمېسيون به د شکايت د ترلاسه کولو څخه وروسته د هغه په هکله پلټنه او بيا پرېکړه کوي چې د اعتبار وړ دى که نه.

که چېرې شکايت سم او د اعتبار وړ وي، نو کمېسيون د يو شمېر لارو څخه د اړوندې رسنۍ پر خلاف مجازات لګوي. په دغې پرېکړې کې کيداى شي دا هم شامله وي چې خبري رسنۍ دې د کمېسيون نيوکې خپرې کړي، د تېروتنو سمونه دې وکړي او بخښنه دې وغواړي ، او همدارنګه ، که چېرې په يوه اړخيز ډول يو کس باندې بريد شوى وي ، نو د اړوندې خبرې رسنۍ څخه وغوړاي چې نومړي ته د ځواب ويلو موقع ورکړي.

خبري رسنيو ته د کانديدانو منصفانه او يو برابر لاس رسى

د خبري رسنيو کمېسيون د انتخاباتي منډو ترړو د بهير په هکله د خبري رسنيو د منصفانه راپورونو او خپرونو څارنه کوي. خبري رسنۍ خلکو ته ټول انتخاباتي بهير کې د د قيقو او ناپېيلو معلوماتو رسولو لوى مسئوليت په غاړه لري. نو له دې امله، خبري رسنۍ بايد د ډله ايزو خبري رسنيو د کړندود سره سم چلند وکړي.

خبري رسنيو ته د ټولو کانديدانو مساويانه لاس رسى د منصفانه راپور ورکولو سره نږدې تړاو لري. ددې لپاره چې د "منصافانه منډو ترړو" لپاره لار هواره شي، د خبري رسنيو کمېسيون د کانديدانو لپاره د " سپانسر شوو اعلانونو" نوښت په لاره اچولى دى. د دغه نوښت اساسي هدف دا دى چې کانديدانو ته يوشان موقع برابرکړى شي تر څو د رسنيو يو ولايتي خپروونکې ادارې ته ورشي او خپل پيغامونه رايه ورکوونکو ته ورسوي.


لومړې مخ
لنډ معلومات
ترکيب
شکايتونه
دشکايتونو فورمه
پريکړې
د خبري رسنيو څارنه
د تمويل شوو اعلانونو پروګرام
مطبوعاتي اعلاميه
اړيکي ټينګول
دانتخاباتو دتنظيم ګډدفتر

لومړې مخ | لنډ معلومات | ترکيب | شکايتونه | د خبري رسنيو څارنه | اړيکي ټينګول