|
په سلوکى ٧٧ ښځينه کانديدانو د تمويل شوي تبليغاتى پروګرام څخه ګټه اخيستى ده د ١٣٨٤ کال د وږى ٢٩
دکمپاين د چوپتيا ٤٨ ساعته موديې په ترڅ کي د ډله ييزو خبري رسنيو فعاليتونه د ١٣٨٤ کال د وږى ٢٤
په دريو ولايتونو کي کانديدانو ته اجازه ورکول کيږي چي په ګاونډيو ولايتونو کى د تبليغاتو سپانسرشوى پروګرام وکاروي د ١٣٨٤ کال د وږى ١٩
په تول افغانستان کى دکانديدانو لپاره د تمويل شوو تبليغاتو پروګرام په زره پورى دى د ١٣٨٤ کال د وږى ٧
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر د ولسي جرګې او ولايتي شورا د ټاکنو لپاره د خبري رسنيو کمېسيون جوړوي
د چنګاښ ٢٩، ١٣٨٤
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر د چنګاښ په ٢٨مه نېټه د خبري رسنيو کمېسيون جوړ کړ. دغه کمېسيون له دري افغاني او دوو نړيوالو غړو څخه جوړ شوى دى.
د خبري رسنيو د کمېسيون په مسؤوليتونو کې لاندې دندې شاملې دي:
- د انتخاباتي کمپاين په هکله د ډله ييزو خبري رسنيو د خپرونو څارل؛
- د انتخاباتي کمپياین په هکله د نامنصفانه راپورونو او خپرونو يا د ډله ييزو خبري رسنيو د کړندود څخه د سرغړونو په هکله د راپورته کېدونکو شکايتونو تر غور لاندې نيول؛
- د سپانسر شوو اعلانونو د پروګرام ترتيبول او څارل چې د دغه پروګرام له مخې بايد د زمري له ٢٦مې څخه د وږي تر ٢٤مې نېټې پورې د رسمي انتخاباتي کمپاين په اوږدو کې هر کانديد د راديو يا تلويزيون يو سټيشن ته د خپلو پيغامونو د خپرولو لپاره يو برابر لاس رسي ولري.
نوموړى کمېسيون به خپل کار د وږي د ٢٧مې نېټې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو د تصديق له نېټې څخه وروسته په ٣٠ ورځو کې دننه پاى ته ورسوي.
د ولس هر غړى د خبري رسنيو کمېسيون ته شکايت سپارلى شي. دوى خپل شکايتونه د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د دارالانشاء هر ولايتي دفتر يا نېغ په نېغه د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر يا د خبري رسنيو کمېسيون ته چې په کابل کې د جلال اباد په لويه لار پراته دي، سپارلى شي.
د کمېسيون افغان غړي:
- اغلې حوريا مصدق، ژورنالسته او د بشرى حقوقو مدافع؛
- ښاغلى دادمحمد عنابي، ژورنالست او د افغانستان د راديو تلويزيون د راديويي پروګرامونو پخوانى رئيس؛
- ښاغلى محمد عارف غروال، ليکوال، ژورنالست او دعلوم اکادمي غړي.
نړيوال غړي:
- ښاغلى جان مټيسن، د خپرونو تنظيموونکى، د سهيلي افريقا څخه؛
- ښاغلى باقر معين، ژورنالست، د بريتانيا څخه.
د خبري رسنيو د کمېسيون ويب پاڼه
هېله ده د لازياتو معلوماتو لپاره: د خبري رسينو د کمېسيون وياندې يا وياند
مختلد بيرس دوهان سره تماس ونيسئ. machteldb@unops.org.af
ګرځنده تيليفون: ٩٩ ٧٥ ٨٨ ٧٩ (٠) ٩٣ +
|