د تمويل شوو اعلانونو پروګرام

د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د رسمي کمپاين په دوره کې خبري رسنۍ د ډېر ستونزمن کار سره مخامخ کېږي ځکه چې دوى د څه دپاسه ٥٠٠٠ تنو کانديدانو لپاره زمينه برابروي چې د خپل کمپاين پيغامونه د رايه ورکوونکو لپاره خپاره کړي. د هوا د څپو له لارې د خپرېدو وخت ډېر محدود دى او يو شمېر کانديدان دومره امکانات او توانايي نه لري چې په خپله پيغام چمتو او خپورکړي.

ددې لپاره چې کانديدان وکولاى شي د رسمي کمپاين په موده کې راډيو او ټلوېزيون ته برابر لاس رسى ولري ، د خبري رسنيو کمېسيون د تمويل شوو اعلانونو پروګرام منځ ته راووړ. د رسنيو کمېسيون ددې پروګرام له لارې کانديدانو ته ټاکلى وخت ورکړى چې د هغې نه په استفادې سره د کمپاين په رسمي دوره کې د خپل کمپاين اعلانونه خپاره کړي. يوه خارجي مؤسسه به په مستقيمه توګه د راډيو او ټلوېزيون سټېشنونو ته پيسې ورکړي. دا مؤسسه د د رسنيو د کمېسيون سره اوږه په اوږه کار کوي. د خبري رسنيو کمېسيون او کانديدان هېڅ ډول مالي مرستې نه شي ترلاسه کولاى.

د راډيو او ټلويزيون د سټېشنونو لپاره لارښود

دښځو کانديد دپيفام يوه نمونه دتمويل شوى اعلانانو لپاره

دنارينه کانديد دپيغام يوه نمونه د تمويل شوى اعلانانو لپاره

دهغو راديوستيشنونو ليست چي په تمويل شوي تبليغاتي پروګرام کى برخه اخلى

د راډيو او ټلوېزيون د سټېشنونو سره تړون

د رسنيو کمېسيون د هيواد د شخصي او دولتي راډيو او ټلوېزيون د يو لړ زياتو سټېشنونو سره د تړون په اړه خبرې کړيدي ، او ددې تړونونو په لړ کې شخصي او دولتي راډيو ګانو او ټلوېزيونونو ته د هوا له لارې د خپرونو له درکه د پيسو د ورکړې اندازه ټاکله شوېده.

کله چې تړونونه لاسليک شي نو د سټېشنونو وروستى لېست به په عام ډول خپور شي. د رسنيو کمېسيون به دغه لېست د بېلابېلو وسيلو له لارې او په دې ډله کې د رسنيو د کمېسيون د انټرنېټي وېب پاڼې او د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د دارالانشاء د ولايتي دفترونو د انټرنېټې وېب پاڼې له لارې خپور کړي. کله چې د سټېشنونو لېست په عام ډول سره خپور شي نو کانديدان کولاى شي د خپلو اعلانونو د خپرولو لپاره په خپله خوښه د راډيو او يا ټلوېزيون سټېشن غوره کړي. کانديدان کولاى شي يوازې په هغه ولايت کې د راډيو او يا ټلوېزيون سټېشن غوره کړي په کوم کې چې دوى د ولسي جرګې اويا ولايتي شورا لپاره د کانديد په توګه راجسټر شويدي.

د اعلانونو ثبت او خپرول

مخکې له دې چې اعلانونه په ستېشن کې ثبت شي ، پروډيسران يا خپروونکي مکلف دي چې څېړنه وکړي چې دغه کانديد په بل کوم يو ستېشڼ کې هم اعلانونه ثبت کړيدي که نه. د راډيو يا ټلوېزيون سټېشن کولاى شي د کانديدانو اعلانونه د خبري رسنيو د کمېسيون ددې تاييد څخه وروسته ثبت کړي چې نوموړي کانديد په بل سټېشن کې بل اعلان نه دى ثبت کړى.

کانديدان مخکې له دې چې د راډيو يا ټلوېزيون څخه ووزي ، بايد د خپل اعلان لپاره وخت غوره کړي چې څه وخت خپور شي. کانديدانو ته مشوره ورکول کېږي چې د سټېشنونو د لېست د خپريدو سره سم ډېر ژر خپل د خوښې سټېشن غوره کړي او ورته مراجعه وکړي، او په دې توګه به دوى وکولاى شي د خپلو اعلانونو د خپرېدو لپاره خورا ښه وخت غوره کړي.

کانديدان کولاى شي د کمپاين د رسمي دورې ( د زمري د ٢٦ مي څخه د وږي تر ٢٥مي پورې ) د پيل څخه دمخه خپل اعلانونه برابر کړي ، خو سټېشنونو ته اجازه نه شته چې د کمپاين د رسمي دورې د پيل څخه دمخه د اعلانونو په خپراوي لاس پورې کړي. ددې معنا دا ده چې اعلانونه به يوازې د کمپاين په رسمي دوره کې خپاره شي.

د تمويل شوو اعلانونو د پروګرام له مخې امتيازونه

د ولسي جرګې د کانديدانو لپاره:

  • د راډيو له لارې د يو پنځه دقيقه اي پيغام خپرول د دوو ځلو لپاره

او يا

  • د ټلوېزيون له لارې د يو دوه دقيقه اي پيغام خپرول د دوو ځلو لپاره

کوچي کانديدان کولاى شي د هر ولايت د راډيو او يا ټلوېزيون سټېشن او يا هم راډيو افغانستان غوره کړي ځکه چې د هغوى انتخاباتي حوزه يوه ملي حوزه ده.

د ولسي جرګې د کانديدانو لپاره به د لومړي اعلان د خپرېدو او د دوهم اعلان د خپرېدو تر منځ موده لږ تر لږه اووه ورځې وي.

 

د ولايتي شوراګانو د کانديدانو لپاره:

  • د راډيو له لارې د يو څلور دقيقه اي پيغام خپرول د يو ځل لپاره
  • د ټلوېزيون له لارې د يو دوه دقيقه اي پيغام خپرول د يو ځل لپاره

 

د تماس لپاره پته :

انټرنېټي وېب پاڼه : www.jemb.org/media_commission/index.html

د خبري رسنيو د کمېسيون په هکله د لا زياتو معلوماتو لپاره کولاى شئ موږته په ازادانه ډول سره په دې پته اېميل يا برېښنا ليک راواستوئ: info.mc@jemb.org

 


لومړې مخ
لنډ معلومات
ترکيب
شکايتونه
دشکايتونو فورمه
پريکړې
د خبري رسنيو څارنه
د تمويل شوو اعلانونو پروګرام
مطبوعاتي اعلاميه
اړيکي ټينګول
دانتخاباتو دتنظيم ګډدفتر

لومړې مخ | لنډ معلومات | ترکيب | شکايتونه | د خبري رسنيو څارنه | اړيکي ټينګول