کورنيو او نړيوالو سازمانونو ته اعتبارليک ورکول
کتونکي سازمانونه (ټولنې) د ټاکنو د بشپړتيا، روڼتيا او مشروعيت په ډاډه کولو کې يو
مهم عنصر دى. د دې لپاره چې د ټاکنو د بهير مختلف پړاوونه وکتلاى شي، کتونکو
سازمانونو ته بايد د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر له خوا باورليک ورکړل شي.
هغه کورني سازمانونه چې په افغانستان کې مېشت او ثبت دي کولاى شي د اړتيا وړ اسنادو
په سپارلو د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر يو له ٣٤ ولايتي دفترونو او يا د
انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر مرکز ته په کابل کې د باورليک اخيستلو لپاره مراجعه
وکړي.
نړيوال او غيردولتي سازمانونه د يو نړيوال مقصد
سره کولاى شي په مستقيمه توګه د باورليک ورکونې له څانګې سره د اړيکې په نيولو د:
accreditation@unops.org.af برېښناليک له لارې د کابل مرکزي دفتر ته د باورليک
اخيستنې او ثبت لپاره مراجعه وکړي.
هر سازمان (ټولنه) بايد د اړيکو يو مامور وګماري
کوم ته چې دا واک ورکړل شوى وي چې د سازمان د باورليک اخيستنې او د کتونکو د نوم
ليکنې لپاره يې مراجعه وکړي او د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر له دارالانشاء سره د
ټاکنو د کتونکو پورې د ټولو تړلو پېښو په اړه د اړيکه لرونکي په توګه کار وکړي.
د کتونکو د ټولنو باورليک ورکول
د دې لپاره چې د کتونکې ټولنې په توګه باورليک
ورکړل شي، يو سازمان بايد:
-
د د ټولنې د باورليک ورکولو (A01) ورمه د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د
دارالانشاء په يو له ٣٤ ولايتي دفترونو او يا د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر
مرکزته په کابل کې وسپاري.
- داسې اسناد وسپاري چې د سازمان د وړتيا تصديق کوي (غيردولتي
سازمان بايد د ملي اقتصاد له وزارت سره او ټولنيز سازمان بايد د عدليې له وزارت
سره ثبت شوى وي).
د کتونکو نوم ليکنه
د اړيکو مامور بايد د هر اهفرادي کتونکي لپاره
لاندې اسناد وسپاري:
د ټولنې د اړيکو مامور کېداى شي دا اسناد په خپله د انتخاباتو د تنظيم د ګډ
دفتر د دارالانشاء په يو د ٣٤ ولايتي دفترونو او يا د انتخاباتو د تنظيم د ګډ
دفتر مرکز ته په کابل کې وړاندې کړي.
د ټولنې د باورليک(A01) فورمه او
د کتونکو/استازو د نوم ليکنې (A02) فورمه او يا له دې وېب پاڼې څخه راښکته
شوې فورمو سکېن شوې بڼې د مل په بڼه د برېښناليک (accreditation@unops.org.af)
او يا د فکس (+93(0) 70 106 175) له لارې واستوئ. که د برېښناليک او يا فکس له
لارې مراجعه کوئ، دا ډاډه کړئ چې د ټولو اړتيا وړ اسنادو ټولې کاپيانې هم
ولېږدول شي.
د وړاندې ټولو معلوماتو لپاره، لطفاً په کابل کې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر
په مرکز کې د باورليک ورکونې له څانګې سره اړيکه ټينګه کړئ (accreditation@unops.org.af).
لطفاً د انتخاباتي کتونکو او سياسي ګوندونو او د
کانديدانو د استازو قوانينو ته مراجعه وکړئ او يا د وړاندې معلوماتو لپاره په کابل
کې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر په مرکز کې د باورليک ورکولو له څانګې سره اړيکه
ټينګه کړئ (accreditation@unops.org.af).
|