د سياسي ګوندونو او خپلواکو کانديدانو استازو ته د باورليک ورکول
د سياسي ګوند او کانديد استازي د ټاکنو د بشپړوالي، شفافيت او مشروعيت په باوري
کولو کې مهم رول لوبوي. دوى د ټاکنو د بهير په هر پړاو کې د سياسي ګوندونو يا د
خپلواکو کانديدانو د ګټو استازيتوب کوي. يو سياسي ګوند يا خپلواک کانديد کولى شي چې
د يو استازي نهاد په توګه د باورليک د ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک وړاندې کړي.
کانديدان حق لري چې د استازي نهاد په توګه يوازې د کانديدانو د وروستي لست د تصديق
وروسته(د ١٣٨٤کال د چنګاښ ٢١مه ) د باورليک د ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک وړاندې
کړي.
هر استازي نهاد ته پکار ده چې يو ارتباطي مامور وټاکي چې د نوموړي نهاد په
استازيتوب د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء ته د باورليک او د استازو
لپاره يې د نوم ليکنې غوښتنليک وړاندې کړي او ورسره اړيکي ولري.
د هر باورليک لرونکي استازي نهاد ارتباطي کس به
د نهاد د ارتباطي کس لپاره د مالوماتو د يو ټولګې کاپي او همداشانې د هر راجسټر
شوي استازي لپاره د سياسي ګوند او د کانديد د استازو لپاره د لارښود ټکو يوه کاپي
ترلاسه کړي.
استازو نهادونو ته باورليک ورکول
ددې لپاره چې باورليک ترلاسه کړي سياسي ګوند يا
کانديد بايد:
-
د نهاد د باورليک غوښتنليک A01 فورمهد انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د
دالانشاء د ٣٤ ولايتي دفترونو څخه يو دفتر او يا په کابل کې د انتخاباتو د
تنظيم د ګډ دفتر په مرکزي دفتر کې وسپاري.
- داسې اسناد وسپاري چې د دوى د وړتيا پخلى وکړي ( سياسي ګوند
بايد داسې مستند ثبوت وسپاري چې د عدليې په وزارت کې د نوموړي ګوند د يو سياسي
ګوند په توګه د راجسټر کېدو پخلى وکړي او خپلواک کانديد بايد د انتخاباتو د
تنظيم د ګډ دفتر لخوا د کانديدانو د پيژندنې ورکړل شوې شمېره وسپاري).
د استازو نوم ليکنه
د باورليک د ترلاسه کولو سره سم، د هر انفرادي استازي لپاره د نهاد ارتباطي کس
بايد:
استازى
نهاد د A01 په فورمه کې د ژمنليک په لاسليکولو سره، د ده/هغې د نوم
لاندې د ټولو راجسټر شويو استازو مسؤوليت په غاړه اخلي.
د انتخاباتي کتونکو او سياسي ګوند او کانديد د استازو په اړه د انتخاباتو د
تنظيم د ګډ دفتر د دستورالعمل د څلورمې مادې له مخې، ددې لپاره چې د استازي په
توګه وکولى شي نوم ليکنه وکړي يو کس بايد:
- د نوم ليکنې په ورځ لږترلږه د ١٨ کلو وي؛
- د پوليسو، نظامي يا امنيتي ځواکونو فعاله غړى نه وي؛
- د ولسي جرګې او ولايتي شورا لپاره کانديد نه وي؛
- که چېرې هغه کس يو استازى يا کورنۍ کتونکى وي، په افغانستان
کې د رايې اچولو لپاره يې نوم ليکنه کړې وي؛
د نهاد ارتباطي مامور کولى شي نيغ په نيغه په خپله د انتخاباتو د تنظيم د ګډ
دفتر د دارالانشاء د ٣٤ ولايتونو څخه په يو دفتر کې يا په کابل کې د
انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر په مرکزي دفتر کې غوښتنليک وړاندې کړي. د
غوښتنليک وړاندې کولو لپاره بل امکان دا دى چې د
نهاد د باورليک A01 فورمه او
د کتونکي/استازي د نوم ليکنې A02 فورمه له دې ويب پاڼې څخه راښکته
(کاپي) کړي او د غوښتنليک فورمې يا د برېښناليک (accreditation@unops.org.af)
د سکن شوې (scanned) مل په توګه او يا په دې شمېره (١٧٥ ١٠٦ ٧٠ (٠) ٩٣+) د
فکس له لارې سپارلى شئ. که چېرې د برېښناليک يا فکس له لارې غوښتنليک
وړاندې کوئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د ټولو اړينو سندونو کاپيانې مو هم سپارلې
دي. د نورو پوښتنو لپاره، هيله ده په کابل کې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ
دفتر په مرکزي دفتر کې د باورليک د چارو له څانګې سره اړيکي ټينګې کړى (accreditation@unops.org.af).
د لازياتو مالوماتو لپاره هيله ده د
انتخاباتي کتونکو او د سياسي ګوند او کانديد د استازو په اړه دستورالعمل
ته مراجعه وکړئ يا په کابل کې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر په مرکزي دفتر
کې د باورليک د چارو له څانګې سره اړيکي ټينګې کړى
(accreditation@unops.org.af).
|