دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


د راى پاڼو پچه اچونه يا قرعه کشي

کوچني لاسونه صندوقونو ته ننوتل او د نژدې ٦٠٠٠ کانديدانو نومونه يې د ١٣٨٤ کال د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو په راى پاڼو د لګولو لپاره راوويستل.

د راى پاڼو پچه اچونه يا قرعه کشي د روان کال د چنګاښ په ٥-٦ نېټه د کابل په انټرکانټېنينټل هوټل کې ترسره شوې وه. ٦٩ لاټرۍ يا پچه اچونې ( دوه د هر ولايت لپاره او يوه د کوچيانو د ټاکنيزې حوزې لپاره) ترسره شوې ترڅو د راتلونکو ټاکنو لپاره په راى پاڼو باندې د نومول شويو کانديدانو د نومونو د ترتيبولو په اړه پرېکړه وشي.

ددې باوري کولو لپاره چې پچه اچونه تصادفي وه، يوشمېر ماشومان په راى پاڼو کې د کانديدانو د نومونو د ځايونو د ټاکلو لپاره را بلل شوي وو. د روښانه او په بشپړه توګه تصادفي پچه اچونې بهير په دې باورلرلو سره چې په راى پاڼه کې د لومړي ځاى پيدا کول د ډېرو رايو په مفهوم ګڼل کېږي، اړين دى. پرته له تصادفي پچې اچونې څخه بل هيڅ داسې لار نه وه چې د هغې په واسطه په راى پاڼې کې د کانديدانو د ځاى غوره کول کوم چې د طرفدارۍ د مخنيوي لپاره ضروري دي، تر لاسه شي.

د رسنيو استازي او افغان او نړيوالې هم ګټې خواوې د پچې ويستلو په وخت او همدارنګه د کتوونکو او سياسي ګوندونو د استازو په ګډون نورې هم ګټې خواوې هم په دې وخت کې مودجودې وې.

لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونو کميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
يونما  يوان دي پي
يوان ولانترز
يوان اوپس

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤