دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


عـــــامه پوهــــــاوى

د انتخابتو د تنظيم ګډ دفتر د عامه اړيکو څانګې د ټولنې نالوستي(بې سواده) طبقې ته زيات پام اړولى دى، او عامه ښوونکو ته اړتيا ليدل کيږي تر څو د ليدونکو توکو ، لکه چارټونو، تبليغاتي پاڼو، لارښود کتابونو او تبليغاتي اعلانونو، په مرسته انتخاباتي پيغامونه خپاره کړي. نوموړي ميتودونه د تير کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په کمپائين کې ډيرې اغيزمنې ثابېتې شوي وې، چې د پارلماني ټاکنو په کمپائن کې به هم و کارول شي.

د عامه پوهاوي د کمپائن په جريان کې د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې د عامه ښوونکو او د عامه اړيکو د مامورينو لخوا په يو وخت کې لاندې کړنې (فعاليتونه) تر سره کيږي:

د ټولنې هڅوونکي پروګرامونه(CMEs)

د ټولنې هڅوونکو پروګرامونو غونډې ددې لپاره جوړيږي چې د ټولنې بانفوذه اشخاصو ملاتړ تر لاسه کړي لکه ملايان، سپين ږيرې، قبيلوي مشران، مسلکي ټولنې (ښوونکي، ډاکټران)، او غير دولتي موسـسات. تر څو په خپلو ټولنو کې په پراخه توګه د ټاکنو پيغامونه تيت او خپاره کړي. هيله کيږي چې د روان هـ ل کال په کمپائن کې د ټولنو هڅوونکو پروګرامونو ته زياته توجه وشي، او د ټولنې سواد لرونکي اشخاص پخپل لست کې ونيسي ترڅو د انتخاباتي پيغامونو په خپرولو کې مرسته وکړي. دغه پورته يادشوي پروګرامونه د عامه اړيکو د داخلي او نړيوالو مامورينو لخوا تر سره کيږي.

مخامخ فعاليتونه (F-2-F)

د عامه اړيکو ټيم دنده لري چې د ټولنو له هڅوونکو پروګرامونو څخه ورسته مخامخ غونډې جوړې کړي، او دا په هغه وخت کې چې د عامه پوهاونې ښوونکي د خلکو ګروپونه را جمع کړي او دوى ته هغه چارټونه وړاندې کړي چې د ټاکنو د بشپړيدو، او د مودې د زياتوالي او سمون په اړوند توضيحات ورکوي.

د توکو(موادو) ويشل

پدې پروګرامونوکې د عامه پوهاونې ښوونکي د چاپ شويو توکو(موادو) د ويشلو دنده لري لکه پوسترونه، تبليغاتي پاڼې، نښلوونکي يادداشتونه، رسالې، کتابچې، او بيرغونه. د توکو (مواد) ويش د کابل په مرکزي ادارو کې تيار او وروسته سيمه ايزو او ولايتي مرکزونو ته ليږدول کيږي، چې بالاخره په ټولو کليو کې د کليوالي کمپائنونو په ترڅ کې تيت او ويشل کيږي يا په مستقيمه توګه په غونډو کې برخه اخيستونکو باندې ويشل کيږي.

لاندې فعاليتونه د تيرو يادو شويو ميتودونو سره په يو ځاى او يو وخت کې کارول کيږي:

د معلوماتو ورکول

په عامه محفلونو لکه مارکټونو، د خلکو د راغونډيدو ځايونو، پارکونو، او داسې نورو ځايونو، د غونډو د تر سره کيدو په ترڅ کې راټوليږي. دا غونډې زياتې اغيزمنې دي، چې زيات شمير خلکو ته – يعنې له وړو ګروپونو څخه نيولى بيا د خلکو تر لويو ډلو پورې په ټاکنو پورې له اړوندو معلوماتو څخه خبر ورکوي. د نمونې په توګه د دا ډول معلوماتو ورکول د پوښتنو، ځوابونو او تبليغاتي پاڼو او تبليغاتي اعلانونو په ويشلو سره پيل کيږي.

"په موقع"

په موقع يا په ځاى فعاليتونه په شرائطو برابرو رايو اچوونکو سره مرسته کوي چې چيرته او کله د رايې اچوونې او د نوم ليکنې مرکزونه په فعاليت پيل کوي. دا فعاليتونه رايه اچوونکي ته د تبليغاتي پاڼو په مرسته ښوونيز پيغامونه رسوي. په روان هـ ل کال کې به "په موقع" فعاليتونه د نوم ليکنې د مودې له پيل څخه مخکې، د نوم ليکنې په مرکزونو، او د ټاکنو څخه مخکې په عامه او د خلکو د ګڼوګوڼو په منظمو ځايونو باندې متمرکز وي( د بېلګې په توګه بازارونو، د بسونو په تم ځايونو، د راغونډيدو په عمومي محفلونو او داسې نورو ځايونو کې).

تمثيلي ټاکنې او د رايې پاڼود نښه کولو څرنګوالى

د ټاکنو له ورځې څخه شپږ اوونۍ د مخه، د عامه پوهاونې ښوونکي تمثيلي ټاکنې تر سره کوي ترڅو افغانان د رايې اچوونې د ورځې له کړنلارو سره بلد، او وښئ چې راې پاڼه څرنګه په نښه کيږي. د خلکو د ښه پوهاوي لپاره چې د ټاکنو په ورځ څرنګه راې پاڼه په نښه کيږي، نوموړى انتخاباتي تمثيل حتمي دى.

بيرته
لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډدفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونو کميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوند ياکانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسنو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
 

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤