بسم الله بسمل، د انتخاباتو د مستقل
کمېسون رئيس
ماسټري يې د کېميا په څانګه کې لاسته
راوړې ده. د هرات د ښوونې او روزنې د ډيپارټمنټ د رئيس په توګه يې دنده تر
سره کړې ده. د روسانو د يرغل پر وخت د افغانستان د مقاومت غړى و. په
انتقالي حکومت کې يې د ملي هوانوردۍ او توريزم د وزير په توګه دنده تر سره
کړې ده.
|
 |
ستر جنرال ايوب اصيل، د انتخاباتو د
مستقل کمېسون مرستيال
ماسټري يې د حقوقو په څانګه کې د مصر د
هېواد څخه لاس ته راوړې ده. نوموړى د جنايي عدالت او د بشر د حقوقو په
څانګو کې هم په جاپان او فرانسې کې زده کړې کړي دي. د کابل د حقوقو په
پوهنځي کې يې د ښوونکي په توګه او هم يې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د
عمومي رئيس په توګه دندې تر سره کړي دي. نوموړى د روسانو د يرغل پر مهال د
افغانانو د مقاومت د فرهنګي ډيپارټمنټ رئيس هم و.
|
 |
محمد نظري، د انتخاباتو د مستقل کمېسون
غړى
ماسټري يې د ژورناليزم په څانګې کې د
ازبکستان له هېواد څخه لاس ته راوړې ده. د کابل او بلخ په پوهنتونونو کې يې د
ژورناليزم د ښوونکي په توګه او هم يې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په نشراتي
څانګه کې دندې تر سره کړي دي. په بېړني لويه جرګه کې د سمنګان د ولايت د
انتخاباتو مسوول او د رايو د شمېرنې د کمېسون غړى و. د اساسي قانون او جمهوري
رياست په انتخاباتو کې د شمال د ولاياتو مسوول و.
|
 |
نجلا ايوبې، د انتخاباتو د مستقل
کمېسون غړې
لوړې زده کړې يې د حقوقو او سياسي علومو په
څانګو کې د ماسټرۍ په کچه د تاجکستان په پوهنتون کې کړي دي. نوموړې د څارنوالۍ
د کادر غړې ده او هم قضايي انسلاک لري. په ١٣٨٢ کال کې د اساسي قانون د کمېسون
او د اساسي قانون د لويې جرګې، عامه رايه اخستنې، عامه معلومات (څرګندونو)
مسووله وه. د اساسي قانون د تدقيق کمېسون د نشريې د تحرير د هيات غړې هم وه او
وروسته بيا د انتخاباتو د ګډ دفتر د دارالاانشا د عامه آګاهۍ او د عامه اړيکو
مسووله وټاکل شوه.
|
 |
مستوره ستانکزۍ، د انتخاباتو د مستقل
کمېسون غړې
د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي
څخه يې ليسانس لاس ته راوړى دى. په سوريا لېسه کې يې د ښوونکې او هم د پښتو د
ډيپارټمنټ د آمرې او هم وروسته يې د مديرې په توګه دندې تر سره کړي دي. په
بېړني لويه جرګه کې يې د ايران د مهاجرينو د وکيل په توګه استاځيتوب کاوه او په
وروستيو کې يې د ښوونې او روزنې د وزارت د لومړنيو زده کړو د رياست د علمي او
مسلکي غړې په توګه دنده تر سره کوله.
|
 |
عبدالحکيم مراد، د انتخاباتو د مستقل
کمېسون غړى
د کابل د کرنې د پوهنځي څخه يې ليسانس لاس ته
راوړى دى. ماسټري يې د عامه ادارې په څانګه کې د پاکستان د پېښور په ښار کې د
پرسټن د پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده. د اوبو رسولو وزارت، د افغانستان لپاره د
سويډن د کمېټې، د اکبر د موسسې، يو اېن ډي پي او د کليو د بيا رغولو او پراختيا
له وزارت سره يې دندې تر سره کړي دي او هم يې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د
دارالاانشا سره د کابل د ساحوي زون د کوآرډېنېټر په توګه دندې تر سره کړي دي.
|
 |
ډپلوم انجنير کشن سنګ هنر يار، د
انتخاباتو د مستقل کمېسون غړى
د پولي تخنيک د پوهنځي څخه يې د کېمياوي
صنايعو په څانګې کې ماسټري اخستې ده. نوموړى د نغلو د برېښنا د بند د آمر په
توګه، د نغلو، سروبي، ماهيپر او مزار شريف د برېښنا د توليدولو د رئيس په توګه،
د غوري سمنټو د فابريکې د رئيس په توګه، د نساجئ افغان د معاون، د سوداګرۍ د
وزارت د پلان د رئيس او د صنايعو او کانو د وزارت د اداري رئيس په توګه دندې تر
سره کړي دي.
|
 |
سمېع الله تازه، د انتخاباتو د مستقل
کمېسون غړى
ليسانس يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي
د ژورناليزم له ډيپارټمنټ څخه لاس ته راوړى دى. د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت
کې يې د باختر په اطلاعاتي آژانس کې د ژورنالسټ په توګه دنده تر سره کړې ده. د
پامير جریدې د ښوونې او روزنې د څانګې مدير، او وروسته يې د باختر په آژانس کې
د نړيوالو راډيوګانو د عمومي رئيس په توګه دندې تر سره کړي دي. نوموړى د
افغان-جرمن د بنسټيزو روزنو په موسسه کې د کوآر ډېنېټر په توګه او وروسته يې
بيا د کنړ او نورستان په ولايتونو کې د مديرا انټرنشنل موسسې د ساحوي رئيس په
توګه دندې تر سره کړي دي.
|
 |
مومنه ياري، د انتخاباتو د مستقل کمېسو
غړې
ميرمن مومنه ياري د حاجي سليمان ياري لور د
کابل په ولايت کې زيږيدلې. ميرمن يارى د پيښور پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه
فارغه شوې. نوموړې د بشري حقوقو په خپلواک کمېسيون کې د ښځو د حقوقو د پرمختيا
او ملاتړ په څانګه کې دنده تر سره کړې. ميرمن ياري په بيړنۍ لويه جرګه او د
اساسي قانون په لويه جرګه کې استازې وه. ميرمن ياري ته دا افتخار په برخه شو چې
د اساسي قانون په کمېټو کې د لومړنۍ ښځې په توګه کار وکړي. نوموړې په پښتو،
دري، اردو او انګريزي باندي خبري کوي..
|
 |
نور محمد د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
نړيوال غړى:
د ١٩٩٤ کال راهېسي نورمحمد د هندوستان د
انتخاباتو د کمېسيون د غړي په توګه کار کړى. نوموړي په هندوستان کې د انتخاباتو
د کمېسيون اداره پرمخ بيولې او د ولسمشرۍ د انتخاباتو، پارلماني انتخاباتو او د
ايالتي مقننه ځواکنو د انتخاباتو په تياري او پرمخ بيونې کې همکاري کړې.
|
 |
جوليَن ټايپ د انتخاباتو د تنظيم ګډ
دفتر نړيوال غړى:
جوليَن ټايپ د انتخاباتو په اداره کې د
اسټراليا د انتخاباتو له کميسيون سره ٢١ کاله د کار تجربه لري. ښاغلى ټايپ د
ټاسمينيَن د عدالت له ډيپارټمنټ څخه، چېرې چې دى خدمتې استول شوى وو، د ټاکنو د
پولو په معلوملو کې پوره تجربه حاصله کړې او د انتخاباتو په سيستمونو کې پخه
تجربه لري. په نړيواله کچه د نوموړي د انتخاباتو تجربه په لاندې ډول ده:
کمبوديا (١٩٩٣)، انډونيزيا (١٩٩٩)، ختيځ تيمور (٢٠٠١ – ٢٠٠٢) او افغانستان
(٢٠٠٤ – تر دې مهاله)
|
 |
|