دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


ټاکنيز چارواکي

د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر

ددې لپاره چې تخنيکي مقننه چوکاټ جوړ او د ټاکنو بهير وڅارل شي، د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر د رياست جمهوري فرمان له مخې رامنځته شوى. د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر له افغانانو او د ټاکنو له نړيوالو کارپوهانو څخه جوړ دى، چې افغان غړي يې د ولسمشر لخوا د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون څخه ټاکل شوي او نړيوال غړي يې د يوناما (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت) لخوا ټاکل شوي. د انتقالي دورې له پاى څخه وروسته، د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر به منحل شي او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون به د راتلونکو ټاکنو بشپړ مسؤوليت په غاړه واخلي.

د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر د ټاکنو د بهير په اړه دستورالعملونه، کړنلارې او پرېکړې خپروي.

د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء

د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر سره په خپل کار کې د دارالانشاء لخوا مرسته کيږي چې نوموړې دارالانشاء د ملي او نړيوالو ډيرو کارپوهانو څخه جوړه ده. دارالانشاء د پالېسۍ هغه پرېکړې پلې کوي چې د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر لخوا وضع کيږي.

د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون

د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون يوه خپلواکه اداري محکمه ده چې د ټاکنو د دستورالعملونو، اساسي قانون او د ټاکنو د قانون په ګډون ټاکنو پورې اړوندو قوانينو په اړه مسؤوليت لري چې هغه تطبيقيږي او که نه. هرهغه کس چې قانوني علاقه ولري کولى شي چې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون ته شکايت وړاندې کړي که چېرې د هغه/هغې په اند ټاکنو پورې اړوند د قانون خلاف تېرى شوى وي. کله چې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون کوم تيرى کشف کړ، کولى شي چې جريمه ولګوي يا د خپل نور واک او صلاحيت په واسطه د علاجي اقدام غوښتنه وکړي.

د خبري رسنيو کمېسيون

د خبري رسنيو کمېسيون دنده لري چې باوري کړي چې رايه ورکوونکي د رايې ورکولو په وخت کې ددې موقع لري چې په آګاهانه ډول رايه ورکړي. د خبري رسنيو کمېسيون خبري رسنۍ د روڼتيا، بيلانس (برابروالي)، دقت او د مالوماتو د وړاندې کولو په غرض څاري او د ټاکنو د کمپاين په ترڅ کې د خبري رسنيو په وړاندې پر شويو شکايتونو غور کوي.

شاليد

قانون

لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونو کميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
يونما  يوان دي پي
يوان ولانترز
يوان اوپس

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤