- په ١٣٨٤ کې به په فغانستان کې کوم
انتخابات په لار واچول شي؟
په افغانستان کې به
د دواړو، ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو، لپاره
انتخابات په يوه وخت کې د وږي (سنبلې) په ٢٧مه په لار
اچول کېږي.
- کومه اداره به دا انتخابات پرمخ
بيايي؟
د انتخاباتو د تنظيم
ګډ دفتر چې د رياست جمهوري د٤٠/١٣٨٢ فرمان په اساس
ټاکل شوى دى، د ١٣٨٤ کال د انتخاباتو د پرمخ بېونې
مسوول دى. د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشأ به
د هغو اصولو او پالېسيو په مطابقت چې د انتخاباتو د
تنظيم د ګډ دفتر له خوا واضيح شوي، د انتخاباتو په
پرمخ بېولو کې مرسته وکړي.
- د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر څه شى
دى؟
د انتخاباتو د تنظيم
ګډ دفتر له ١٤ غړو څخه يوه خپلواکه انتخاباتي قوه ده.
دا له نهو کسو خپلواکو کميشنرانو (IEC) چې د ولسمشر
کرزي په وسيله ټاکل شوي او په افغانستان کې د ملګرو
ملتو د مرستې د اداري (يوناما) له خوا د انتخاباتو د
څلور بين المللي کارپوهانو څخه جوړه شوى دى. د
انتخاباتو عمومي مسوول، څوک چې د انتخاباتو د تنظيم د
ګډ دفتر د دارالانشأ مشري کوي، هم د انتخاباتو د تنظيم
د ګډ دفتر رايه نه درلودونکى غړى دى.
- د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر
مسووليت څه دى؟
د انتخاباتو د تنظيم
د ګډ دفتر مسووليت دا دى چې د افغانستان د انتقالي
دورې په ترڅ کې ټول انتخابات اداره کړي. د انتخاباتو د
تنظيم ګډ دفتر خپلې دارالانشأ ته دا واک ورکړ چې د
افغانستان د ٢٠٠٤ کال د اکتوبر د ولسمشرۍ انتخابات
ترسره کړي. دې دفتر بيا هم خپله دارالانشأ واکداره کړه
څو د راتلونکې ولسي جرګې او ولايتي شورا انتخابات
ترسره کړي.
- کوم قوانين د افغانستان د ٢٠٠٤ کال
انتخابات اداره کوي؟
د افغانستان د ١٣٨٤
کال انتخابات د افغانستان اساسي قانون او د افغانستان
د ١٣٨٣ کال د مې د مياشتې د انتخاباتو د قانون له خوا
اداره کېږي. داسې طمعه کېږي چې ډير ژر به د انتخاباتو
په قانون کې پيشنهاد شوي بدلونونه راشي او د انتخاباتو
لپاره به قانونې چوکاټ ځاى پر ځاى شي.
- څوک کولاى شي چې په دغو انتخاباتو
کې رايې ورکړي؟
د افغانستان ټول هغه
اتباع چې د انتخاباتو په ورځ يې عمر له ١٨ کلو څخه
پورته وي او د نوم ليکنې کارت ولري، کولاى شي د ولسي
جرګې او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې رايې ورکړي.
- د انتخاباتو کوم ډول به د ١٣٨٤ کال
په انتخاباتو کې وکارول شي؟
د افغانستان د حکومت
له خوا دواړو يعني د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو
انتخاباتو ته د رايې اچونې واحد نه ليږدونکى سيستم
(SNTV) د انتخاباتو د ډول په توګه ټاکل شوى دى.
د SNTV په اساس،
رايه اچوونکي په رايه پاڼو باندې د لست شوو کانديدانو
له جملې څخه يوازي يو کس انتخابوي. هغه کانديدان چې له
ټولو څخه يې رايې ډېرې وي، خپلې اړوندې انتخاباتي حوزې
ته ټاکل شوي څوکۍ ډکوي.
- د ١٣٨٤ کال په انتخاباتو کې سياسي
ګوندونو ته څه رول شته؟
سياسي ګوندونه به دا
چانس ولري چې له کانديدانو څخه ملاتړ وکړي خو دا
کانديدان به د يو انفرادي کس په توګه سيالې کوي. دا
مهمه ده په ياد ولرئ چې دا ملاتړ به په رايې پاڼه کښي
کښل کېږي.
ولسي جرګه
- ولسي جرګه څه شى دى؟
د افغانستان د
اسلامي جمهوريت ملي شورا د حکومت يوه قانون جوړوونکې
څانګه ده او له دوو مجلسونو څخه جوړه ده: ولسي جرګه (د
عوامو مجلس) او د مشرانو جرګه (د مشرانو مجلس). ولسي
جرګه د ملي شورا د عوامو مجلس دى او له ٢٤٩ استازو څخه
جوړه شوې ده کوم چې به په مستقيم ډول د افغانستان د
خلکو له خوا انتخاب شي.
- ولسي جرګه کېداى شي:
-
پر مسودو غور او بحث وکړي او يا يې تائيد او يا رد کړي
- له درېو برخو څخه د دوو برخو پر
اکثريت سره يو قانون تصويب کړي
- د پور د ورکولو او يا اخيستلو په
اړه د حکومت وړانديز تائيد او يا رد کړي
- د دولت په کلنۍ بودجې او په هغو
پرمختيايي پروګرامونو چې دولت يې تمويلوي تصميم ونيسي
- د حکومت له وزيرانو څخه استيضاح
وکړي
- ځانګړي کمېسيونونه جوړ کړي څو د
حکومت د اعمالو نظارت او پلټنه وکړي
- انفرادي کسان چې د ولسمشر له خوا په
حکومتي مقامونو کې ټاکل کېږي تائيد او يا رد کړي
- د ولسي جرګې ٢٤٩ څوکۍ څرنګه وېشل
کېږي؟
د افغانستان هر
ولايت د ولسي جرګې يوه انتخاباتي حوزه تمثيلوي او لږ
تر لږه ورته دوې کرسۍ معينې شوي دي. هرولايت ته به د
نفوسو په تناسب، کوم چې د مرکزي احصايې له خوا د
انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر ته چمتو کېږي، خاص شمېر
څوکۍ ټاکل کېږي.
- ولسي جرګه څرنګه جوړېږي؟
رايه اچوونکي به په
هرې انتخاباتي حوزې (ولايت) کې په مستقيم ډول استازي
ولسي جرګې ته د پنځه کلو د مودې لپاره انتخاب کړي.
- ښځو ته په ولسي جرګې کې د استازيتوب
ضمانت شته؟
د اساسي قانون د
احکامو له مخې چې په اوسط ډول بايد لږ تر لږه دوې ښځې
له هر ولايت څخه انتخاب شي، لږ تر لږه ٦٨ څوکۍ په ولسي
جرګې کې ښځو ته بېلې کړلې شوي دي. که په يوه ولايت ته
يوازې دوې څوکۍ ټاکل شوي وي نو يوه څوکۍ به يې يوې ښځې
ته بېله کړلې شي.
ولايتي شوراګانې
- ولايتي شورا څه دى؟
د نفوسو د شمېر په
اساس، هر ولايت به په ولسواکه توګه خپله انتخاب شوې
شورا ولري څو له والي سره کار وکړي. دا شورا به له نهو
څخه تر ٢٩ پورې غړي لري.
- ولايتي شورا به څه کارونه کوي؟
ولايتي شورا به د
ولايت په پرمختګ او سمون کې برخه واخلي او ولايتي
ادارې ته به په اړوندو مسايلو کې مشورې ورکړي. دا به د
ولايتي ادارې په همکارۍ کارونه ترسره کوي.
- په ولايتي شورا کې به څومره غړي وي؟
په هر ولايت کې د
ولايتي شورا لويوالى به د نفوسو د شمېر په اساس په
لاندې توګه ټاکل کېږي.
- کوم ولايت چې له ٥٠٠٠٠٠ څخه لږ نفوس
ولري: ٩ غړي
- کوم ولايت چې له ٥٠٠٠٠٠ څخه تر
١٠٠٠٠٠٠ نفوس ولري ١٥ غړي
- کوم ولايت چې له ١٠٠٠٠٠٠ څخه تر
٢٠٠٠٠٠٠ څخه زيات نفوس ولري ١٩ غړي
- کوم ولايت چې له ٢٠٠٠٠٠٠ څخه تر
٣٠٠٠٠٠٠ څخه زيات نفوس ولري ٢٣ غړي
- کوم ولايت چې له ٣٠٠٠٠٠٠ څخه زيات
نفوس ولري ٢٩ غړي
- ولايتي شورا څرنګه جوړيږي؟
په هر ولايت کې رايه
اچوونکي به په مستقيم ډول خپلې ولايتي شورا ته خپل
استازې د څلورو کلو د مودې لپاره وټاکي. ولايتي شورا
به بيا يو له خپلو غړو څخه د شورا د رئيس په توګه
وټاکي.
- ښځو ته په ولايتي شوراګانو کې د
استازيتوب ضمانت شته؟
لږ تر لږه دوې ښځې
به هر ولايتي شورا ته انتخاب شي.
- په ١٣٨٤ کال کې ولې د ولسوالۍ د
شوراګانو انتخابات نه شته؟
په ١٣٨٤ کال کې به د
ولسوالۍ د شوراګانو انتخابات نه وي، په دې عمده دليل
چې لا تر اوسه د ولسواليو په شمېر او سرحداتو او يا د
هغوى د نفوس (کوم چې د څوکيو د ټاکلو لپاره اړتيا ده)
په اړه موافقه نه ده شوې. د ولسوالۍ د شوراګانو
انتخابات به وروسته له هغه چې د مشرانو جرګه دا لانجې
حل کړي، ترسره شي.
- د مشرانو جرګه څه شى دى؟
د مشرانو جرګه د ملي
شورا د مشرانو مجلس دى. د مشرانو جرګه به د ولسي جرګې
سره يو ځاى کار وکړي څو د لاندې کارونو په شمول اساسي
قانون ته مخې ته پرتې دندې ترسره کړي.
- قوانين او تقنيني فرمانونه تائيد،
تعديل او يا رد کړي
- پرمختيايي پروګرامونه تصويب کړي
- د دولت بوديجه او د حکومت د پور د
اخيستو او ورکولو وړانديزونه تصويبوي
- د اداري واحدونو لکه ولاياتونو او
ولسواليو منځته راوړل، محدودول او يا لغو کول.
- د بين المللي تړونونو او موافقتنامو
تائيد او يا ردول
- د مشرانو جرګه څرنګه جوړېږي؟
د اساسي قانون له
مخې د مشرانو جرګې له ١٠٢ غړو څخه به له دريو څخه دوه
برخې (٦٨) غړي به يې په غير مستقيم ډول د ولايتي او
ولسوالۍ د شوراګانو له خوا انتخابېږي. له دريو څخه يوه
برخه (٣٤) به يې د ولسمشر له خوا ټاکل کيږي.
هره ولايتي شورا به
د مشرانو جرګې يو غړى د څلورو کلو د مودې لپاره ټاکي.
دا ٣٤ کسان به د مشرانو جرګې له دريو برخو څخه يوه
برخه جوړوي.
د ولسوالۍ شوراګانې
به په هر ولايت کې د مشرانو جرګې يو غړى د دريو کلو
لپاره انتخاب کړي. دا ٣٤ غړي به د مشرانو د جرګې له
دريو برخو څخه يوه برخه جوړه کړي.
ولسمشر به د لږکيو
او معيوبينو د ټولنې د دوو غړو او د کوچيانو د ټولنې د
دوو غړو په شمول د مشرانو د جرګې ٣٤ غړي د پنځو کلونو
لپاره وټاکي. مشرانو جرګې ته د ولسمشر د ټاکل شوو
کسانو پنځوس فيصده (١٧) به يې ښځې وي.
که څه هم د هغې
پرېکړې له کبله چې د ولسوالۍ شوراګانې ځنډول کېږي، د
مشرانو جرګه کېداى شي د ولسوالۍ د شوراګانو د ٣٤ غړو
څخه پرته جوړه شي. په دې صورت کې، د دې لپاره چې د په
غير مستقيم ډول انتخاب شوو او ټاکل شوو (د ولسمشر له
خوا) استازو تر منځ موازنه برابره شي، ولسمشر به يواځې
١٧ غړي وټاکي څو د ولايتي شوراګانو له استازو سره
يوځاى شي.
نو څو چې د ولسوالۍ
د شوراګنو انتخابات صورت مومي، د مشرانو جرګه به٥١ غړي
ولري. د مشرانو جرګه به د ولسي جرګې او ولايتي
شوراګانو د انتخاباتو د نتايجو له تصديقونې څخه وروسته
جوړه شي.
د کانديدانو نومونه
(نامزدى)
- د کانديدانو نومونه څه ده؟
د کانديدانو نومونه
(نامزدى) له هغه پروسې څخه عبارت ده چې د انتخاباتو د
تنظيم د ګډ دفتر لخوا پرمخ بېول کيږي تر څو لدې لارې
افغاني اتباع د يو کانديد په حيث و کولاى شي چې د ولسي
جرګې يا ولايتي شورا د انتخاباتو لپاره غوښتنليک وکړي.
- د کانديدۍ د نومونې موده څه وخت پيل
کيږي؟
د کانديدانو د نومونې
موده به تر دريو اونيو پورې ١٣٨٤ کال د غويى ١٠- ٢٩ مې
پوري دوام وکړي.
- د١٣٨٤ هجري لمريز کال د انتخاباتو لپاره
څوک ځان کانديدولى شي؟
داساسي قانو مطابق ١٣٨٤
هجري لمريز کال د پارلماني انتخاباتو لپاره يو کاند بايد:
د انتخاباتو لپاره د
ولاړو کانديدانو ټول شمير به تر هغه په ډاګه نشي ترڅو چې د
کانديدۍ د نومونې وخت پاى ته نه وي رسيدلى، خواټکل کيږي چې
په انتخاباتو کې به د ٥٠٠٠ نه تر ١٠٠٠٠ پورې کانديدان
سيالى ته را ودانګي.
- هيله من کانديدان څرنګه نومونه کولاى
شي؟
د انتخاباتو د تنظيم ګډ
دفتر دارالانشاء په ولايتي دفترونو کې به د کانديدانو د
نومونې دفترونه پرانيستل شي. غوښتنليک ورکوونکي بايد د
هغوئ د انتخاباتي حوزې د ولايت په دفترکې ثبت شي . کوچيان
هر ولايت کې د نومونې فورمې سپارلى شي .
- څوک خپل ځان نشي کانديدولاى؟
- انتخاباتي مسئولين ؛
- قاضي القضات ، د سترې محکمې غړي او
لوى څارنوال ؛
- د وسله والو ځواکونو منسوبين (
وزيران ، واليان ، ولسوالان ، د ملي دفاع وزارت ،
کورنيوچارو وزارت او ملي امنيت رياست ، نظامي افسران)
؛
- قاضيان ، څارنوالان او ملکي
مامورين . که چيرې داسې خلک منتخب نشول دوئ کولاى شي
تر څو د انتخاباتو د نتايجو اعلان نه وروسته د ٢٠ ورځو
په موده کې بيرته خپلو دندو ته ستانه شي .
دا ټول خلک که
غواړي چې د مشرانو جرګې او يا ولايتي شورا ته ځان
کانديد کړي ، بايد چې د نومونې په وخت کې له خپلې دندې
څخه استعفى وکړي . هغه کسان په انتخاباتو کې له ګډون
کولو څخه منع کړاى شوي دې چې د کانديدلو په وخت کې غير
رسمي مليشې رهبري کوي او يا ددې ډول مليشو برخه وي .
- د کانديديدلو کړنلاره څه ده ؟
هر راجسترشوى راې
ورکوونکى کولاى شي تر څو دهغه ولايت د نومونې له دفتر
څخه ليدنه کتنه وکړي چې دوئ په کې د سيالۍ کولو هيله
ولري او شخصاً د خپلې کانديديدلو لپاره غوښتنليک ورکړي
. غوښتنليک ورکوونکي بايد خپل عکسونه د ځان سره ولري
چې د درخواست ورکولو په وخت کې د راې پاڼې لپاره
اخيستل شوي وي او بايد :
- د کانديدانو د نومونې فورمه ډکه کړي
- د شرايطو د وړتيا ژمنليک لاسليک کړي
- د کانديدانو کړندود لاسليک کړي
- د کانديدانو د غوښتنليک د منظوريدلو
رسيد لاسليک کړي
- خپله ګډون ونډه او د خپلو
ملاتړکوونکو لاسليکونه تسليم کړي
- د نښو(سيمبولونو) له تيارشوي لست
څخه دې يوه نښه غوره کړي تر څو راې پاڼې باندې د هغه
کانديداتوري مشخصه کړي .
- آيا يو کس کولاى شي چې په يو وخت کې
د ولسي جرګې او ولايتي شورا په انتخاباتو کې سيالي
وکړي ؟
نه . د انتخاباتو د
قانون مطابق يو کانديد کولاى شي چې يوازې يوې
انتخاباتي حوزې ( ولايت ) د يوې کرسۍ لپاره او يوه ورځ
کې يوازې يو انتخاباتو کې سيالي وکړي .
د راې ورکوونکو نوم
ليکنه
- څوک کولاى شي چې ولسي جرګه او
ولايتي شورا انتخاباتو کې رايه ورکړي ؟
هر ١٨ کلن افغان چې
د راې ورکوونکو د نوم ليکنې کارت يې ترلاسه کړى وي ، د
راې ورکولو حق لري . راې ورکوونکي کولاى شي د هغوې د
ولايت د راې اچونې په هر هغه مرکز کې چې د دوې د نوم
ليکنې په کارتونو کې يې ذکر شوى وي ، خپله رايه واچوي
. افغانان به په ځانګړو نارينه او ښځينه وو انتخاباتي
مرکزونو کې چې په ترتيب سره به په نارينه او ښځينه
کارکوونکو سمبال وي ، راې ورکوي .
- آيا د د وږي د ٢٧ د ١٣٨٤ کال د
انتخاباتو له مخه به د راې ورکوونکو نوم ليکنه ترسره
شي ؟
هو . سره ددې چې د
١٣٨٣ کال د جمهوري رياست انتخاباتو څخه وړاندې د راې
ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره پراخه توګه نوم ليکنه تر
سره شوه چې تقريباً ١١ ميليونه افغان راې ورکوونکو
نومونه وليکل شول. خو بيا هم د ولسي جرګې او ولايتي
شورا د انتخاباتو څخه وړاندې د تازه نوم ليکنې دورې
اړتيا ليدل کيږي .
- د نوم ليکنې نوې موده ولې مهمه ده ؟
د نوم ليکنې دوره به
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر لپاره د لاندينو
ګروپونوپه شمول د مستحقو نويو رايو ورکوونکو د نوم
ليکنې زمينه مساعده کړي :
- هغوې چې د نوم ليکنې د تيرې دورې نه
وروسته ١٨ کلن شوي دي
- هغوې چې د نوم ليکنې د تيرې دورې نه
وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي
- هغوې چې د ١٣٨٣ د جمهوري رياست په
انتخاباتو د نوم ليکنې په جريان کې يې د ګډون نه کولو
پريکړه کړې وه ( په ځانګړې توګه د ځينو منطقو ښځې )
- هغو چې خپل د راې ورکوونکو د نوم
ليکنې کارت يې ورک کړى وي
- هغوې چې د ١٣٨٣ کال د جمهوري رياست
له انتخاباتوڅخه وړاندې د نوم ليکنې وړ نه وو .
د نوم ليکنې موده کې
هغه راې ورکوونکي چې پخوا يې خپل نومونه ليکلي وي ،
کولاى شي ترڅو خپل د استوګنې ولايت بدل کړي . دا مهمه
ده ځکه چې راې ورکوونکي يوازې هغه ولايت کې انتخاباتو
کې د ګډون وړ وي چې د هغوئ د راې ورکوونکو د نوم ليکنې
په کارت کې ليکل شوى وي .
- د نوم ليکنې موده کله ترسره کيږي؟
تمه ده چې د نوم
ليکنې بهير به د څلورو اونيو په موده کې جون له ورستنې
اونۍ څخه پيل او د جولاې تر وروستې اونۍ پورې دوام
وکړي . هره حوزه کې به انتخاباتي مرکزونه پرانيستل شي
.
نښې ( سيمبولونه )
- راې ورکوونکي به څنګه وکولاى شي چې
راى پاڼو باندې کانديدان وپيژني ؟
د هر کانديد د نوم
اوعکس په مقابل کې به يو سيمبول ايښودل کيږي تر څو راې
ورکوونکو سره د هغوئ د نظر وړ کانديد په پيژندلو کې
مرسته وکړي .
د انتخاباتو دتنظيم
ګډ دفتر پريکړه کړي چې سيمبولونه بايد راې ورکوونکو
سره د خپلې خوښې کانديد پيژندولوکې دمرستې لپاره
استعمال شي او راې ورکوونکو ته د خپلي خوښې کانديد د
پيژندولو لا زيات امکانات برابر کړي ، او دا ځکه چې
عکس کېداى شي روښانه نه وي او يا نورو عکسونو ته ورته
وي .
- آيا سيمبولونه د کانديد لخوا غوره
کيږي او که هغوئ ته ورکول کيږي ؟
د مشخصو نښو يو سيټ
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر لخوا د اړوند ګروپونو
په مشوره ترتيبيږي . د انتخاباتو ګډ دفتر پريکړه کړې
ده ترڅو د نښو دغوره کولو لپاره د ( چانس او انتخاب )
له ترکيب څخه کار واخلي . داسې چې کانديدان به له
صندوق څخه درې نښې يا سيمبولونه راباسي او يو به په کې
راې پاڼې باندې د خپلې ځانګړې نښې په توګه غوره کوي .
- ولې زه د خپل ګوند سمبول نشم
کارولى؟
څرنګه چې د ولسي
جرګې او ولايتي شوراګانو انتخابات د يوې نليږديدونکي
رايې د سيستم له مخې تر سره کيږي، پدې مانا چې هر
کانديد د يو شخص په توګه را څرګنديږي نه د يو ګوند د
کړنلارو پر اساس.
- که چېرې زه ونه غواړم چې سمبول
وکارم څه به کيږي؟
د پورته يادو شويو
کړنلارو سره سم د هر کانديد لپاره يو سيمبول ځانګړى
کيږي، چې دا سمبول به پر رايې پاڼه باندې د کانديد د
نوم او عکس په څنګ کې څرګند شي، او کانديد اختيار لري
چې د انتخاباتي کمپائين پر مهال له سيمبول څخه استفاده
کوي که نه.
- آيا د ولسي جرګې او ولايتي شورا د
انتخاباتو سمبولونه به له يو بل څخه توپير ولري؟
هو. د ولسي جرګې د
رايې پاڼه سيمبولونه حدود به څلور ګوټيزه (مربع) شکل
وي، او د ولايتي شورا د رايې پاڼه سيمبولونه به دائروي
شکله حدود ولري. د ولسي جرګې د انتخاباتو کانديدان به
څلور ګوټيزه (مربع) حدود لرونکى سيمبو او د ولايتي
شورا د انتخاباتو کانديدان به يو دائروي حدود لرونکى
سمبول غوره کړي.
- آيا کانديدان به وتوانيږي چې مذهبي
سيمبولونه غوره کړي؟
نه. د ټولو
کانديدانو د برابرى او د اسلام سپېڅلي دين ته د احترام
پر اساس د هغو سمبولونو د نه کارولوپريکړه شوي، چې فکر
کيږي مذهبي سمبولونه دي.
- آيا په بېلا بېلو ولايتونو کې د يو
ګوند کانديدان کولاى شي چې د يو شان سمبول څخه استفاده
وکړي؟
ددې لپاره کوم
ضمانت وجود نلري چې په بېلا بېلو ولايتونو کې به د
يو ګوند کانديدان پدې و توانيږي چې له يو شان سيمبول
څخه استفاده وکړي، بلکه دا دسمبول د انتخاب د سيستم په
غوره والي او چانس پورې اړه لري.
- رايه اچوونکي د سيمبول له سيستم څخه
څرنګه خبرول کيږي؟
د انتخاباتو د تنظيم
د ګډ دفتر دارالانشاء د عامه اړيکو د پروګرام لخوا، په
ټول افغانستان کې ١،٦٠٠ داخلي ولسي ښوونکي استخدام شوي
دي تر څو رايه اچوونکو ته د انتخاباتي سمبولونو د
مفهوم په اړوند توضيحات ورکړي، اما کانديدان مسؤليت
لري چې خپلو پلويانو ته د سمبول د کارونې پر دلايلو او
ګټو باندې خبر کړي.