دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


د باميانو والي خانم سرابې ښځې هڅوي چې په پارلماني ټاکنو کې ځانونه کانديد کړي

په افغانستان کې لومړنۍ ښځينه والي حبيبه سرابي د افغانستان په ټولو ښځو غږ کړيدى چې د وږي د ٢٧ نيټې د د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ځانونه کانديد کړي .

حبيبه سرابي چې د روان عيسوي کال په پيل کې د مرکزي غرني ولايت باميان د والي په توګه وټاکله شوه او په افغانستان کې يي يوه تاريخ جوړونکى پيښه رامنځته کړه، وايي چې د جمهوري رياست لپاره د ١٣٨٣ کال د تلې د مياشتې ټاکنې د افغان ښځو لپاره يو " انقلاب " و د باميانووالي سرابي وايي چې " د جمهوري رياست په ټاکنو کې د ښځينه رايي ورکوونکو پراخه ونډه د هغه اندازې نه ډيره لوړه وه چې انتظار يي کيده .

" په راي ورکولو کې په دغومره پراخه پيمانه د ښځو ګډون په رښتيا سره هم د يو انقلابي بدلون په توګه ګڼلاى شو. اوس ښځو ته پکار دي چې مخ په وړاندې ولاړې شي او په ټاکنو کې ځانونه کانديد کړي او پدې توګه وکولاى شي چې په پارلمان او ولايتي شوراګانو کې يي غږ واوريدل شي . " په ولسي جرګه يا د ملي شورا د عوامو په مجلس او د ٣٤ ولايتونو په ولايتي شوراګانو کې د څلورمې برخې نه زياتې څوکۍ د ښځو لپاره ځانګړې شويدي .

هغه کسان چې غواړي د ولسي جرګې يا ولايتي شورا لپاره ځان کانديد کړي نو ښايي خپل غوښتنليکونه د غوايي د ٢٩ نيټې پورې په اړوند ولايت (هغه ولايت چې دوى غواړي استازيتوب يي وکړي ) کې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د کانديدانو د نومونې دفتر ته وسپاري .

حبيبه سرابي وويل چې د باميانو د ولايت او د افغانستان د نورو ولايتونو څخه يو شمير ښځو ماته مراجعه وکړه او د کانديدۍ په اړوند يي له ما څخه مشوره وغوښته . هغې وويل چې " ما هغوى د خپل توان تر حده وهڅولې ځکه چې د هغوى غږ بايد واوريدل شي ". يو لړ مهمې مسا لې شته چې د هغو د بدلون لپاره مټې راونغاړل شي لکه د ښځې او ماشوم روغتيا او ځينې دودونه لکه په اجبار يا زور سره وادونه.

د والي سرابي د دفتر تر څنګ د سيند نه پورې غاړه د باميانو د پوهنتون ښځينه محصلانې پدې ډيرې وياړي چې يوه ښځينه والي لري . دوى غواړي په سياسي چارو کې د ښځو ونډه زياته شي .

د کرنې د پوهنځي يوې محصلې شل کلنې فاطمې فهيمي وويل چې " حبيبه سرابي زموږ لپاره يوه ښه بيلګه ده او موږ ته راښايي چې ښځې کولاى شي د نارينو سره اوږه په اوږه ودريږي او خپل هيواد ورغوي "

اوس په پوهنتون کې د ٢٠٠ تنو محصلينوپه ډله کې يوازې شپږ ښځې دي او دا په " تيرو کلونو " کې د طالبانو د زور زياتي نتيجه ده چې ښځې يي په زور سره د د زده کړې څخه منع کولې . هغه نجونې چې په پوهنتون کې د شموليت وړتيا لري د هغو کورنيو څخه دي چې په پټه توګه يي په خپل کور کې د زده کړې زمينه برابره کړې وه .

د پوهنتون يوه استاده زبيده رضا چې غواړي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې سيالۍ ته ودريږي ، وايي چې " د افغانستان بيا جوړونه او د ښځو دحقوقو لپاره مبارزه ډ يرو کلونو ته اړتيا لري " .

د لا زياتو معلوماتو لپاره پدې پته تماس ونيسئ :

د باميانو د بهرنيو اړيکو ساحوي مامور ګريک بيرآپ تلفون : ٠٧٩٢٠٥٨٣٨ ايميل يا بريښنا ليک : gregb@unops.org.af

لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونو کميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
يونما  يوان دي پي
يوان ولانترز
يوان اوپس

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤