|
ولسي پوهاوى د ټاکنو د تياري لپاره يوه اړينه برخه ده. ددې لپاره چې په يوه ټاکنيزه
حوزه کې چېرې چې د نالوستو رايه ورکوونکو لوى شمېر ولري او له ډيرو خلکو سره اړيکي
ټينګي شي ، د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر په تکړه او پوه کارټونيسټ (کارټون
انځورګر)، نقاش او انځورګر باندې متکي دى.
ژاک
زال د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء کارټونيست پخوا په پاريس کې د UNESCO
سره ډيزاينر وو. اوس مهال نوموړى له پاريس څخه د باندې خپل د رسامۍ او طرحې شرکت
پرمخ بيايي چې د بصري افهام او تفهيم په ګډون د کارټون، د پوسټرونو لپاره طرحو او
رساميو، مجلو، اعلانونو، د شرکت نښان، رسمي نښان او د انځورونو د طرحې پورې په نورو
اړوندو چارو کې تخصص کوي. د يونېسکو دفتر د هغه د کار څخه ډير زيات خوښ دى او
نوموړى يې لويديځې افريقا او سهيل ختيځې آسيا ته په لويو ماموريتونو استولى. د
نالوستو کتونکو لپاره د تعليمي توکو طرحه کول د ژاک زال ځانګړنه (تخصص) جوړه شوې.
په دې ډګر کې د هغه پلټنې او تجربې په تعليمي انځورونو کې د ١٥٠٠ عمومي
استعماليدونکو انځورونو څخه د يو قاموس جوړيدلو ته لار پرانېستله.
دکمبوديا د ١٩٩٨ کال د ټولټاکنو د تياري لپاره د
يونېسکو دفتر ښاغلى زال وګمارلو تر څو ددې دفتر تعليمي پروژه پر مخ بوزي. په دې
دنده کې، زال د دولت د سرشمېرنې د کمپاين لپاره ټول انځورونه طرحه کړل. زال وويل ”
دا پروژه ډيره ننګوونکي وه ځکه چې ولس د دولت لخوا د هر څه په هکله په ډار کې وو،“
”موږ کوښښ کاوه چې داسې څه پيدا کړو چې د دوى اعتبار او پام ترلاسه کړو. ما نښانونه
طرحه کړل اوله دې نښانونو څخه مې فلم جوړ کړ؛ د کمبوديا تر ټولو زياتې ښځينه نامتو
سندرغاړې د کمپاين لپاره سندره ريکارډ کړه. ” دا سندره يو مثال وګرځيده او ډير ژر د
کمبوديا هر اوسيدونکى ددې سندرې له تال سره بلد شول او زمزمه کوله به يې. ددې
کمپاين د برياليتوب له کبله، ٩٨ فيصده خلک راضي شول چې په سرشمېرنه کې ګډون وکړي.
د طرحې او رسامۍ څانګه د عامه اړيکو د پيغامونو د
برابرولو له څانګې، همداشان د کړنلارو له ليکونکو او روزونکو سره کار کوي تر څو په
ګوته کړي چې انځورونه څرنګه پيغام وړاندې کړي. وروسته بيا زال انځورونه طرحه کوي چې
دغه سياسي نظرونه په ګوته کړي. دغه انځورونه د کاري ګروپونو لخوا کتل کېږي چې د
نالوستو کسانو څخه جوړ دى او له دې موضوع سره بلد هم نه دي.
ښاغلي زال وويل، ” انځورونه اکثره وخت ښه نتيجه
ورکوي خو همېش داسې نه وي. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د عامه پوهاوي د کمپاين لپاره د
توکو په تيارولو کې زال د آزموينې په توګه يو انځور جوړ کړ چې د يوې کېسي په
بيانولو سره د ټاکنو په اړه يې ډيرو پوښتنو ته ځواب وايه. يو طرحه شوي انځور يو
نارينه او يوه ښځه ښودل چې د ټاکنو په اړه ډير کم پوهېږي او له يو بل څخه پوښتنې
کوي. ” سړى د نه پوهېدو په ډول خپل سر ګروي. د څيړنې ګروپ ګډون کوونکو د انځور څخه
داسې وانګيرله چې ګواکې دا سړى کوڼ او ګونګ دى او دا پيغام يوازې د کڼو او ګونګو
لپاره دى. ما داسې انګيرله چې هغه خيالونه چې له دغه انځور سره تړلي دي د تطبيق وړ
دي. ما داسې اټکل کولو چې دا به په پراخه توګه د فهم وړ وي خو داسې و نه شول.
د يوې ځانګړي موخې لپاره د پيغامونو جوړول يوه
پېچلې موضوع ده. زال وويل : ،، کله چې تاسو د ښځو لپاره يو پوسټر ترتيبوئ، نو هيڅکه
بايد نارينه و نه پاروئ ، که نه نو دا به برعکس نتيجه ورکړي.“ د يو پوسټر اصلي طرحه
چې ښځې درايه اچونې په بهير کې ګډون کولو ته هڅوي، د ښځو يو لوى ګروپ ښيي چې زياتې
يې مخ لوڅي دي، يوه ښځه د انځور په اصلي برخه کې ولاړه او خپل لاس يې موټى کړى
پورته نيولى ، خو دا هم يوه تېر وتنه وه. زال وويل : ”په لومړي سر کې ما نه غوښتل
چې بورکې رسم کړم ، ځکه ما فکر کاوه چې که مونږ ښځې د بورکو سره وړاندې کړو نو ددې
معنى به دا وي چې مونږ بورکې قبلوو . مونږ په دې هکله د عامه اړيکو له څانګې سره
اوږد بحث درلود. هغوى زه قانع کړم چې که چېرې مونږ غواړو چې ښځې راشي او رايې
ورکړي، نو مونږ بايد د ښځو زياته برخه په نظر کې ونيسو چې بورکې په سروي. “
د څيړنې ګروپ لخوا ورکړل شوى غبرګون په نويو طرحو
کې راغونډ او بيا و ازمايل شو . وروستۍ طرحه د انتخاباتو دتنظيم د ګډ دفتر کميسيون
ته د تبصرو او منلو لپاره وړاندې کېږي. د يادولو وړ ده چې هغه انځورونه چې زه يې په
پنسل سره طرحه کوم دوو تکړه افغاني انځورګرانو نقاش صديق صديقي او انځورګر آصف آلف
ته سپارل کېږي تر څو وروستۍ بڼه ورکړي. ښاغلى صديقي د کابل له صنايع ښوونځي څخه تر
فارغيدو وروسته په امانې ليسه کې د ښوونکي په توګه تر کال ١٣٧٢ پورې دنده ترسره کړه
او په همدې کال کې په کابل کې د کورنۍ جګړې له کبله پېښور ته په مهاجرت اړ شو او
هلته هم د اماني په لېسه کې د ښوونکي، د فرانسې هېواد په کلتوري مرکز (PCFA) کې د
هنري همکار، په (MIA) مؤسسه کې د سلامتي مجلې د رسام او د يونېسف په دفتر کې د
پوسترونو د نقاش په توګه خپله دنده ترسره کوله. نوموړى په کال ١٣٨١کې بيرته د هېواد
د خدمت لپاره راستون شو او اوس د انتخاباتو د تنظيم په ګډ دفتر (JEMB) کې دنده
ترسره کوي. ښاغلى صديقي د ريالېزم په طريقه په آبي، روغني او ذغالي رنګ باندې
انځورونو کاږي. نوموړى په هېواد کې د ننه، پېښور او اسلام آباد کې څو نندارتونونه
وړاندې کړي. ښاغلى صديقي له آلمانۍ ژبې سره بلديت لري.
ښاغلى
آصف آلف له کوچنيوالي څخه د خطاطۍ او رسامۍ په هنر کې ليوالتيا لري او ښاغلى صديقي
له کوچنيوالي څخه د هغه هڅوونکى او تشويقوونکى وو، ښاغلي آلف تر لسان درجې پورې زده
کړې کړي دي. نوموړې له فارغيدو وروسته د اماني په لېسه کې د ښوونکي په توګه او
وروسته په ګڼو مجلو او جريدو کې د ډيزاينر په توګه دنده ترسره کړې. د جګړې په کلونو
کې پاکستان ته مهاجر شو او هلته هم د جريدو، مجلو، د نندارتونونو په پرانېستلو کې
او د پاکستان د (NRSP) هنري کورسونه برابر کړي او د يونېسکو دفتر لپاره يې ”د
افغانستان مهاجر نقاشان“ په نامه د يو کتاب خطاطي هم کړې. نوموړى په کال ١٣٨١ کې د
خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره هيواد ته بيرته راستون شو او لومړى کار يې د عبدالهادي
داوي او شاه دوشميره زيارت خطاطي او ميناتوري وو.په دفتر کې همکاري کړې ده او د
ډيزاين برخې، د خطاطۍ او ګرافيک د روزنکى په توګه يې دنده ترسره کړې. همداشانې
ښاغلي آلف د افغان مهاجرو لپاره هنري کورسونه برابر کړي او د يونېسکو دفتر لپاره يې
”د افغانستان مهاجر نقاشان“ په نامه د يو کتاب خطاطي هم کړې. نوموړى په کال ١٣٨١ کې
د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره هيواد ته بيرته راستون شو او لومړى کار يې د
عبدالهادي داوي او شاه دوشميره زيارت خطاطي او ميناتوري وو.
اوس نوموړى د خطاط او نقاش په توګه د انتخاباتو د
تنظيم په ګډ دفتر کې دنده ترسره کوي. ښاغلى آلف له آلماني او انګريزي ژپو سره بلديت
لري. د هنر درې واړه خاوندان په ګډه د بېسوادۍ لخوا را منځ ته شويو خنډونو په
وړاندې پخپلو انتخاب شويو وسلو ،رنګه پنسلونو او د رنګ په برسونو، سره مبارزه کوي .
|