د هغو ١٦٢ کانديدانو له جملې څخه چې د ولسي جرګې لپاره يې د هرات په ولايت کې ځانونه کانديد کړي، ١٨ تنه ( يا ١١%) يې ښځې دي. هرات ولايت ته د يو سفر په ترڅ کې موږ ددې ښځينه کانديدانو له جملې څخه دوو ښځو سره خبرې اترې وکړې چې زيات نظرونه يې سره ورته وو.
٢٦ کلنې اغلې س د کانديدانو له جملې څخه يوه کانديده ده. نوموړې په ايران کې چېرې چې لويه شوې زده کړه کړې ده او کورنۍ يې اوس هم هلته اوسي. اغلې س د هرات ولايت د ښځو د چارو په رياست کې کار کاوه او د ښځو له مسئلو سره په ځانګړي ډول په هغه سيمه کې بلده ده. هغې وويل ” زه به ددغه ولايت د استازې په توګه د ښځينه مسئلو پورې تړلې خپله پوهه او معلومات ولسي جرګې ته ورسوم“.
په ايران کې د زده کړې له بشپړيدو وروسته، اغلې س په دې پوهه شوې چې په کوربه هېواد کې د هغې د پلرني ټاتوبي افغانستان په نسبت زيات امکانات وو.
هغې وويل، ” کله چې ما ايران د افغانستان سره پرتله کړ، ما دا ارمان وکړ چې کاشکې د افغانۍ په ځاى ايرانۍ واى ځکه چې زما هېواد د ايران په څير پرمختللى نه دى او زيات امکانات او آسانتياوې پکې نشته. خو بيا ما فکر وکړ چې ولې؟ زه غواړم دا هېواد د ايران په څير شي. زه پر خپل افغاني تابعيت وياړم. دلته د ښځو نسلونه له خپلو مدني حقونو څخه محروم شوي. که چېرې ولسي جرګې ته د استازې په توګه انتخابه شم، زه به کورنيو محکمو او ښځينه قاضيانوته وړانديز وکړم چې د ميرمنو د هغو حقونو په رغولو کې مرسته وکړي چې له لاسه يې ورکړي. افغانستان بايد په پوره ډول پرمختګ وکړي تر څو خپلواک او په ځان بسيا شي.
اغلې س په دې باور ده چې ښځه د خپلې کورنۍ له ملاتړنه پرته کانديدېدلى نشي؛ نوموړې ادعا کوي چې يوازې لوستې کورنۍ د خپلې لور، خور او ميرمن ملاتړ کوي. کانديدانې به لوړې زده کړې وکړي، لوستې (باسواده) او مترقي به شي ځکه چې دا د دوى پس منظر يا شاليد دى. دا هغه څه دي چې دوى زده کړي.
په هرات کې يوه بله ښځينه کانديده، اغلې م ده چې د ديرشو(٣٠) کلو په شا او خوا کې عمر لري. هغې هم د اغلې س په څېر واده نه دى کړى. د مرستندويې او ملاتړې کورنۍ سر بيره، اغلې م په دې باور ده چې ددې پيغلتوب د هغې د کانديدۍ لپاره ګټور تمام شوى.
اغلې م وويل، ”زه يو څو دوستان لرم چې د مقام د تر لاسه کولو په فکر کې وو. د ځينو ملاتړ د هغوى ميړونو کاوه او د ځينو ملاتړ نه کېده. خو په هر صورت، دغه ښځې نه پوهېدې چې دوى به څنګه وشي کړاى چې کابل ته لاړې شي او په ولسي جرګه کې خپله څوکۍ ترلاسه کړي. دوى نشو کولاى چې يوازې لاړې شي او دوى د خپلو کورنيو رېښې هم نشوې ايستلى. همدا موضوع وه چې د دوى له مبارزې څخه يې مخنيوى وکړ.
هغه ښځې چې د کورنيو له خوا يې ملاتړ نه کېږي د کانديديدو په اړه فکر هم نشي کولى. هغې يو مثال ورکړ چې يوه ښځه د خپل ميړه او وروڼو له خوا يوازې ددې لپاره د کانديدۍ د پاڼو سپارلو ته پرېنښودل شوه چې ټول خلک به يې عکس وګوري.
اغلې م وويل، ” دوى هغې ته وويل چې که چېرې هغه خپل عکس واخلي او په پوسترونو او راى پاڼو باندې راڅرګند شي، نو دا کورنۍ ته د شرم او غيرت موضوع ده.
د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د ښځو د حقونو مسؤوله اغلې کاکړ د هغو خنډونو په هکله پوره خبرتيا لري چې ښځينه کانديدانې ورسره لاس او ګريوان دي. او دا يوازې هغه خنډونه دي چې ښځينه کانديدانې په راى پاڼه کې ورسره مخامخ کيږي. يو وارې چې خنډونه له منځه ولاړ شي، ښځې بيا د راى پاڼو په صندوقونو کې له نورو خنډونو سره مخامخ کيږي.
اغلې کاکړ وويل،”کله چې زه د ولايت ډېرو لريو پرتو کليوالو سيمو ته لاړم او د نوم ليکنې په هکله مې له ټولنو سره خبرې وکړې، ما د ښځينه کانديدانو د کانديدۍ په وړاندې سخت مخالف غبرګون واوريد“. يوه سړي راته وويل چې زه به خپل لاس پرې کړم خو ښځې ته به رايه ور نه کړم. کله چې هغه دا خبره وکړه ځينې کسان مسکي شول مګر يوڅو نور بيا ور سره موافق وو.
اغلې کاکړ وويل چې د دغو کړو وړو د له منځه وړلو لپاره بايد نيغ په نيغه له نارينه وو سره خبرې تر سره شي. ”هغې زياته کړه، دا ځکه چې دوى هغه څوک دي چې په ښځو باندې کنټرول لري چې رايه ور کړي او که نه“. زما په اند دا ډېره مهمه ده چې په ټولنه کې د ملايانو او د مخورو مشرانو سره خبرې ترسره شي. ځکه چې ددوى له خوښې پرته ښځې نه شي کولاى چې ځان کانديد او رايه ورکړي. دوى د ښځو سياسي حقونه کنټرولوي."
د ډېرو نارينه وو په قول چې هغې ور سره خبرې کړې دي، د ښځو په حقونو باندې د تسلط د در لودلو يوازنى لامل دا دى چې ښځو ته د زياتو حقونو ورکول د نارينه وو پر حقونو باندې تېرى دى.
هغې وويل، "هغوى چې وائي دوى به ښځو ته رايه ور نه کړي په دې عقيده دي چې د ښځو مرام او کړنلارې به د نارينه وو د حقونود غصب او د پښو لاندې کېدو سبب شي". " په حقيقت کې دا خبره نه ده. تر کومه ځايه چې ما د ښځينه کانديدانو سره خبرې کړې دي هغوى د ټولو خلکو په وړاندې د هر ډول توپيرونو د له منځه وړلو پلوى کوي. ښځې برابري غواړي – دا په دې معنا چې ټولې ډلې يو شان موقع او حقوق لري – نه دا چې يوه ډله له بلې ډلې لږ حقوق لري.کله چې موږ له هغوى څخه د انتخاباتي کمپاين (منډو ترړو) د تکتيکونو په هکله پوښتنه وکړه، دواړو ښځو تاييد کړه چې دوى تر دې دمه د خپلې ستراتېژى په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې؛ په دې سربېره ښځينه کانديدانو خپلو مالي ستونزو ته اشاره وکړه چې ددوى په ورستيو پرېکړو کې عمده عامل دى. د تبليغاتي اعلانونو، پوسټرونو د چاپولو او ټرانسپورټي وسايلو د لګښت او نورو لګښتونو له امله، دواړو ښځينه کانديدانو د مخامخ فعاليتونو تر سره کول او په خپله انتخاباتي حوزې ته تلل، د امکان په صورت کې په عامه ځايونو او نورو پروګرامونو کې خلکو ته د وينا کولو پرېکړه کړې. د ښځو لپاره د کمپاين دوره په ډېرو هغو دوديزو ټولنو کې يوه لويه ستونزه ده چېرته چې کورنۍ نه غواړي چې د دوى ښځې او لوڼې دې د باندې ووځي او له پردو سره دې خبرې وکړي.
خو بيا هم د نومول شوو کانديدانو له ډلې څخه به يو لړ ښځې ولاړې شي او د ملي شورا د عيانوپه مجلس (ولسي جرګه) کې به چې په افغانستان کې په تيرو ٣٠ کلونو کې د لومړي ځل لپاره جوړېږي، په سلو کې تر ٢٥ پورې څوکۍ ترلاسه کړي.
اغلې کاکړ وويل، ”يو ځل چې ښځينه استازې کابل ته راشي دوى به هغه شک په ډاګه کړي چې دوى د څه شي وړتيا لري“.موږ هيله من يو چې د پايلو په توګه به په کړو وړو کې تغيرات ووينو. |