|
يو پخوانى متل دى چې " د ښځې ځاى په کور کې دى" د ښځو د چارو وزيره اغلى مسعوده جلال په بشپړه توګه دا مني او وايي:
نارينه وايي چې د ښځې ځاى په کور کې دى. او زه وايم چې هغوى په حقه دي، د ښځې ځاى د هغوى په ملي کور کې دى چې هغه ولسي جرګه ده. مسعوده جلال وويل چې د راتلونکې ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ښځو ته موقع په لاس ورکړل شوې ده څو په ملي شورا کې په هماغه ډول مهم رول ولوبوي لکه په کور کې چې يې لوبوي.
د ولسي جرګې د ٢٤٩ استازو له جملې څخه، ٢٥ په سلو کې او يا په هرو څلورو استازو کې به يوه ښځه وي. دا ونډه په هر معيار سره مؤثره ده، په ځانګړې توګه په داسې يو هېواد کې چې ښځو له ٣٠ کلونو راهيسې په خپل حکومت کې په څرګنده توګه استازيتوب نه دې لرلى.
په داسې حال کې چې انتقاد کوونکي د ښځو په لوړې سليزې يا فيصدۍ ملنډې وهي او ادعا کوي چې نړيواله ټولنه بايد په نورو باندې هغه څه تحميل نکړي چې خپله يې نشي زغملاى، د مسعوده جلال په اند، د ښځو مسئلو ته د پام راوګرځولو په لورې ، هغوى ته ځانګړې ونډه ورکول يو ډېر زيات مهم ګام دى .
مسعوده جلال وويل چې : دا به لومړى ځل وي چې موږ به په پارلمان کې په دې شمېر ښځې ولرو. دا موضوع به د ښځو د ژوند په بېلا بېلو برخو باندې زيات تاثير ولري.
ميرمن مسعوده جلال باور لري چې په سياست کې د ښځو په ګډون کولو سره به د افغانستان راتلونکى لا سوله ييز او لا خوندي شي. هغه وايي : "زه افغانستان د نړۍ د يو نوميالى، بيا رغول شوي، او داسې يو ځاى چې نارينه او ښځې دواړه په برابره توګه له ژوند څخه خوند واخلي، پيش بيني کوم." هغې زياته کړه : "زه په افغانستان کې داسې يو حکومت ګورم چې د هېواد په ټولو خلکو پورې تړاو لري او داسې يوه ټولنه چې په سياسي، فرهنګي او اجتماعي چارو کې د نارينه وو او ښځو څخه جوړه شوې ده. زه خپلو خلکو ته ښه او سالمه راتلونکې غواړم."
سروې ګانو ښودلې ده چې د افغانستان نارينه د ښځو د کانديدۍ په هکله په بېلا بېلو ډلو وېشل شوي دي. د ځينو په اند، ښځې د تاريخ په اوږدو کې په دې نه دي توانېدلي چې د نارينه وو په څېر بې رحمي وښيي. نو له دې څخه ثابتېږي چې هغوى کولاى شي وړ او مناسب لارښود او رهبران شي. په داسې حال کې چې ځينې نور وېره لري چې د ښځو استازې به يوه بې انډوله اجنډا پر مخ بوځي چې دا به د نارينه وو په وړاندې تبعيض منځ ته راوړي. د يوې سيمه ييزې ورځپاڼې په يو مضمون کې د ولسي جرګې يو کانديد ادعا کړې چې ښځې د سياسي پوستونو په ترلاسه کولو سره د نارينه وو حق تر پښو لاندې کوي.
ميرمين مسعوده جلال په افغانستان کې ولسمشرۍ ته د لومړنۍ ښځې کانديدې په توګه د نورو په څېر په دې ډول کړنو او سلوکونو په ښه توګه پوهېږي. هغه د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو په موده کې زياتو ستونزو او چلينجونو سره مخامخ شوې ده. لکه دا ډول ادعا ګانې چې د ښځې په وسيله د قدرت لاس ته راوړنه د اسلام سره په ټکر کې ده. ميرمن جلال په خاموشۍ سره دې پوښتنې ته ځواب ووايه، هغې په ګڼ شمېر غونډو کې دې پوښتنې ته ځواب ويلى ؤ.
" هغه وخت چې زه په ټاکنيزو منډو ترړو کې بوخته وم، نارينه وو له ما څخه دا پوښتنه کوله"، هغې تکرار کړه: " هغوى به پوښتل چې ايا دا د اسلام مخالف کار نه دى چې يوه ښځه دې د سياسي څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي؟ ما ورته وويل چې افغانستان يوازينى اسلامي هېواد نه دى چې ښځې دا ډول څوکۍ لري، په پاکستان کې بېنظير بوټو سياسي قدرت درلود، که چېرې په اسلام کې د ښځې مشرتوب منع وي نو څنګه شونې ده چې هغوى دې ښځه مشره يا رهبره درلودلې واى؟ په اندونيزيا کې چې د وګړو له پلوه د نړۍ تر ټولو لوى اسلامي هېواد دې او همدارنګه په ترکيه کې ښځې سياسي قدرت لري. همدارنګه د رسول الله (ص) بيبيانو جګړې رهبري کړي او تجارت يې کړى."
٢٧٠٧ کسانو د ولسي جرګې د ٢٤٩ څوکيو او ٣٠٢٥ کسانو ځانونه د ولايتي شوراګانو لپاره کانديد کړي دي چې له دې جملې څخه ٣٢٨ تنو ښځو د ولسي جرګې او ٢٤٧ ښځو د ولايتي شوراګانو لپاره ځانونه کانديدې کړي چې په دې توګه د ٥٨٠٠ کانديدانو له جملې څخه ٥٨٢ تنه يې ښځې دي چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په منډو ترړو کې به ونډه واخلي. محافظه کاران ، ښځو ته د نړيوال فشار په نتيجه کې په اتوماتيکه توګه د ٢٥ په سلو کې څوکيو ورکولو ناخوښي کړي دي.
ميرمن مسعوده جلال د ټاکنيزو منډو ترړو په بهير کې د ښځينه کانديدانو لپاره د خاوندانو او کورنيو ملاتړ تائيدوي. ميرمن جلال د ښځينه کانديدانو په اړه وويل: "هغوى د خاوندانو او کورنيو له ملاتړ څخه پرته ددې کار د ترسره کولو جوګه نه دي".
" زما خاوند تل ماسره ولايتونو ته سفر کاوه. ما ساتونکى نه درلود، هغى به زما ساتندوي هم کوله. ځينې وخت کله به چې په يوې غونډې کې د زياتو خبرو له امله ستومانه شوم، نو هغه به زما په ملاتړ خبرې کولې." هغې زياته کړه : "دا زما خاوند دى، هغه زياته تجربه او بشپړه توانايي لري – ځکه چې هغه ما ښه پېژني. ميړونه او پلرونه بايد زموږ ملاتړي اوسي. هغوى بايد مرسته وکړي، نارينه رايه ورکوونکو ته ورشي او هغوى سره خبرې وکړي."
" زموږ ټولنه د نارینه د واک لاندې ټولنه ده، نارينه په پارلمان کې او يا د کورنۍ د مشر په توګه د پرېکړو کولو واک او سياسي قدرت لري. دې ستونزو سره د مبارزې ترټولو ښه لاره دا ده چې نارينه وهڅول شي چې ښځو او لوڼو ته ازادي ورکړي. سيمه ييز ملايان زيات اثر لري. که چېرې وکولاى شو چې د مذهبي ټولنې ملاتړ ترلاسه کړو، نو دا کار به ښځو ته د فرصت په برابرولو کې مثبت تاثير ولري."
د میرمن جلال به اند، پرته د کورنۍ او خاوند له ملاتړ څخه ځيني نور خنډونه، لکه امنيتي اندېښنې، کانديدانو لپاره د ټاکنيزو منډو ترړو لګښتونه، دوديز باورونه او د بې سوادۍ له امله له دې بهير څخه بې خبري، د ښځينه کانديدانو او رايه ورکوونکو په وړاندې پراته دي.
" افغانستان د جنګ نه په وروسته مرحله کې دى. یوه لویه انديښنه په لرې پرتو کې د بې امنيتۍ ده. او دا انديښنې کېداى شي د ښځو په رايه اچونې کې خنډ پېدا کړي او کېداى شي احتمالي ګواښونه ښځينه کانديدانو له څرګندېدو څخه منع کړي. البته فرهنګي، دوديز او سنتي خنډونه هم د منع کوونکو عواملو څخه دي."
د ښځينه کانديدانو او رايه ورکوونکو ناخبرۍ ته د پاملرنې لپاره، د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د دارالانشاء د جنډر د څانګې د اړيکو مشرې مامورې لينا ابيرافه او د افغانستان د ښځو د چارو وزيرې محترمې مسعوده جلال د راډيويي خبرو اترو لپاره سره وليدل چې همدا اوس د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د دارالانشاء د جنډر د څانګې لخوا د چمتووالي په حال کې دى.
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء د جنډر څانګه باور لري چې جنډر ښځه او نارينه دواړو پورې اړه لري. جنډر، ښځې او نارينه د هغوى د ټولنيز رول په هکله په نظر کې نيسي. په دې معنى چې په ټول هېواد کې د نارينه وو او ښځو نظرونه سره توپير لري. د جنډر يو داسې پېغام چې په ټول افغانستان کې وکارول شي، نشته. نو ددې لپاره، د وخت نيول به په بېلا بېلو سيموکې د خوځښتونو او هڅو د درک کولو په اړه ډاډ ورکړي چې پېغامونه په ښه توګه ترلاسه کېږي. ( يا رسول کېږي) د کانديدې او رايه ورکوونکې په توګه د ښځې ګډون، ځانګړي ملاتړ ته اړتيا لري، خو په ټولو نارينه او ښځو افغانانو باندې ټينګار، د هېواد د ټولو وګړو حقوقو او دندو ته د پاملرنې په اړه ګټور ثابتيږي.
ميرمن جلال خپله موافقه داسې څرګنده کړه: "د نارینه وو په نظر کې نيول ډېر اړين دي. د پروګرامونو پېغامونه بايد ډېر ساده او ابتدايي وي او نارينه او بانفوذه خلک بايد همکارۍ ته وهڅوي. بايد د اورېدونکو خوښه په نظر کې ونيول شي او د هغوى په ژبه ورسره خبرې وشي."
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د دارالانشاء د جنډر څانګې يو نارينه ګمارلى دى چې د پيغامونو په جوړولو کې مرسته کوي چې موخه يې نارينه وي او په هغو غونډو کې ګډون کوي چې زياتره نارينه په کې برخه اخلي. د جنډر څانګه هيله منه ده چې د نارينه اورېدونکو په مخاطبولو سره هغه کيسې روښانه کړي چې د ښځو د ګډون او استازيتوب په اړه په عامه توګه د نارينه وو په ذهن کې وي.
ميرمن جلال د کانديدانو په اړه داسې وويل: "زه يقين لرم چې ټولې ښځې پياوړې دي، او بشپړ باور لرم چې انشاء الله، که خلک په کافي توګه ملاتړ وکړي، ښځې کولاى شي په غښتلي قوت بدلې شي او شونې ده چې يوه ورځ په پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړي. په هر قانون کې به هغوى ته ډاډ ورکړل شي چې د ښځو حالت ښه شوى دى او د هغوى حمايت او ملاتړ کېږي، ترڅو د ښځو مسايل په مساوي توګه په پام کې ونيول شي او ښځې د ټولو امتيازاتو نه په مساوي توګه ګټه پورته کړي."
|