د انتخاباتو د تنظم د
ګډ دفتر کمېشنره
نجلا ايوبي تل د
ستونزو په حل کولو
باندې لاس پورې
کړې. د ستونزو
پيداکول او د هغه
حل، په حقوقو،
ژورناليزم، فلسفه،
ګنډنه، د افغانستان په
اساسي قانون او اوس
د ولسمشرۍ او
پارلماني ټاکنو کې د
هغې د غير معمولي
زده کړو او مسلک
پايله ده.
د اغلې ايوبي کورنۍ
د خپل معمول کلتور
پرخلاف، خپل ماشومان د واده کولو څخه وړاندې يا د ماشوم د فکري آزادۍ او د زده کړو د تر لاسه کولو لپاره هڅول. د نوموړې پلار د انګليسي ژبې ښوونکى وو او په نړۍ کې يې يو شمېر دوستان در لودل چې د دې او د هغې درى وروڼو او درى خويندو لپاره به يې کور ته ځينې مجلې او کتابونه راوړل: هغه وائي چې نوموړې په اته کلنۍ کې لوست پيل کړ او تر پايه يې دوام ورکړ. په ١٦ کلنۍ کې يې د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځۍ کې لوړې زده کړې پيل کړې او د شپږو مياشتو له تېرېدو وروسته هغې ته د سکالرشيپ وړاندېز وشو چې د لوړو زده کړو لپاره تاجکستان ته ولاړه شي. "زما فاميل پر ما اعتماد کولو. په حقيقت کې خلکو خبرې کولې او ويل به یې چې ته څنګه خپلې لور ته يوازې د تلو اجازه ورکوې؟ مګر زما پلار زه د درس پر مخ بېولو لپاره هڅولم، او ما هم د خپلې کورنۍ دغه اعتماد تر اوسه ساتلى دى."
هغې به په تاجکستان کې د ورځې له مخې د حقوقو او سياسي علومو او د شپې له پلوه يې د ژورناليزم او فلسفې کورسونه پر مخ بېول، چې د شپږو کلونو په ترڅ کې يې د فراغت درى ډيپلومونه تر لاسه کړل، همدارنګه نوموړې غوښتل چې په هوائي ځواک کې پيلوټه شي، او ددې سره په څنګ کې په جامو ګنډلو کې فوق العاده مهارت لري. هغه وائې چې ددې لپاره هر مضمون په زړه پورې ؤ او غوښتل يې چې د هر شي په اړوند مالومات تر لاسه کړي، څو تياري ونيسي چې د هر شې له عهدې څخه تېره شي.
نجلا ايوبي افغانستان ته په راستنېدو سره د پيلوټ کېدلو خيالونه تر شا پرېښودل او د پروان په ولايتي محکمه کې د يوې کاتبې په توګه وګومارل شوه، چې د يو کال په ترڅ کې يې د وړتياوو په تر لاسه کولو سره د قاضي مقام تر لاسه کړ. هغې د جنائي، تجارتي او په کورنيو پورې د اړوندو حقوقو مسئلې تر غور لاندې نيولې، اوزياته يې کړه چې د جنسيت موضوع هيڅکله ددې مخه نه ده نيولي. "مګر تاسو پوهيږئ چې زه د انعطاف منونکې يم: زه د خپلې کورنۍ منلي غړې وم، او خلکو ما ته احترام در لود."
کله چې په افغانستان کې مجاهدينو د قدرت واګې تر لاسه کړې، نوموړې يوه وکيله وه، مګر په تاجکستان کې د هغې زده کړې او روانې روسي ژبه يې دا تر شک لاندې راوستله، د هغې له خوا به چې هره پاڼه تيارېدله بايد یو بل چا لاسليک کړې واى. د يوې وکيلې په توګه چې د نورو له حقونو څخه دفاع کوي، د خپلې حقونو له لاسه ورکولو باندې يې ژور خفګان څرګند کړ، د هغې په قول دا د هغې لپاره د بې انصافيو او توپيرونو د له منځه وړلو يو ډېر ښه درس وه.
هغه ٢٥ کلنه وه چې د خپل کور څخه يې د ټوپک ډزې واورېدې او کوڅې ته يې منډې کړې تر څو معلوم کړي چې څه پېښ شول. زموږ يو ګاونډې نعرې کړې، "چې لورې دا ستا پلار دى". د هغې د پلار په سينه کې د دې د ګوتې په اندازه سورې وو، اما هغه د خپل پلار د درملنې اود کورنۍ د خاموش کولو په فکر کې وه. "ما ونه ژړل او خپل ځان مې کنټرول کړ. ما يوازې په دې هکله فکر کاوه چې دغه ستونزه څه ډول حل کړو. ما په خپل ځان باندې باور درلود". کله چې د ټولنې خلکو د دې د پلار د قاتل د پيدا کولو وړانديز وکړ، د دې کورنۍ نه يوازې د هغه سره د مخامخ کېدو بلکه د غچ اخيستنې څخه يې هم انکار وکړ. هغې وويل چې زموږ لپاره د هغې وجدان کافي دى. موږ خپل پلار لاسه ور کړ، اما هر څوک له لاسه نه شو ورکولى. هغه زموږ تر ټولو لوى ملاتړ کوونکى او دوست وه، اما موږ د تل لپاره وژنې ته دوام نه شو ورکولى."
د طالبانو د حکومت پر مهال د پروان په ولايت کې د اغلې ايوبي کور له منځه لاړ او د خپلې کورنۍ سره يو ځاى کابل ته راغلل. تر شپږو کلونو پورې د هغې د کورنۍ يوازنۍ عايد د جامو ګنډلو پټ کاروبار وه. سره له دې چې نوموړي له داسې مسلک څخه خوښه وه چې د دې له فاميل سره مرسته کوي، مګر په ټولنيز ژوندانه کې د فعاله ونډې اخيستنه يې له ياده نه وتله: "دا ډيره خفه کوونکي وه چې له دغو ټولو مسلکونو سره سره ما نه شو کولاى چې له دې څخه ګټه واخلم."
چې کله د طالبانو رژيم نسکورشو، دا په خپل کور کې ناسته وه چې د حکومت له خوا يې د راډيو له لارې ټولو ښځو ته د کارونو ته د بيا راګرځيدلو د هڅولو اعلان واورېد. نوموړې، په داسې حال کې چې امنيت د ډاډ وړنه ؤ او د قانوني نورمونو او مقرراتو په هکله چا مالومات نه درلودل، هغې خپله چادري په سر کړه او په بيړې سره د عدليې وزارت ته د کار موندلو په موخه لاړه. له هغه وروسته هم د عدليې په وزارت کې نوموړې تر دريو مياشو پورې چادري په سر کوله ـــ "په عدليه کې دا ډېره مهمه ده چې بل ته په سترګو کې وليداى شي مګر ما نه شو ليدلاى!" خو کله چې نوموړې د قضيو په تکرار باندې پيل وکړ په ډېرې اسانۍ سره هغې خپله پوهه او تجربه تر لاسه کړه.
د افغانستان د اساسي قانون د جوړونې د پروسې پر مهال اغلې ايوبي د لومړي ځل لپاره خپل ځان ډير ګټور او ژوندى احساس کړ. نوموړې د عامه مشورې او عامه معلوماتو د تحقيق کوونکې مامورې په توګه وګومارل شوه، څو د هېواد په کچه له ټولو افغانانو سره خبرې وکړي چې هغوى په اساسي قانون کې څه غواړي، او په هېواد کې د دوى لپاره اساسي قانون او راتلونکې ولسواکي څه ارزښت لري. نوموړې د ښځو د حقونو په ښه کولو او په سياست کې د هغوئ د ونډې اخيستو سره ځانګړې دلچسپي درلوده. "زه ډېره ډاډه شوم؛ ما احساس کړه چې زه ډېر څه کولاى شم؛ ما آزادى احساس کړه. ما په ځان ډېر فشار راوړ." پايلو يې ډير غټ انعام درلود: "موږ دنده ډېره ښه سرته ورسوله. موږ په سمه توګه خلک له پروسې څخه خبر کړل، او د ښځو د حقوقو په اړوند مو د يوې مادې له لارې وهڅول. زما لپاره دا د ځانګړي اهميت وړ وو: افغاني ښځې له اوږدې مودې راهيسې کړيږي."
د کال ٢٠٠٤ د اپرېل په مياشت کې اغلې ايوبي د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د دارالانشاء سره د عامه اړيکو د لوړ پوړې مامورې په توګه کار پيل کړ، او د کال ٢٠٠٥ د جنوري په مياشت کې د ولسمشر کرزي له خوا د افغانستان د ټاکنو لنډ مهال کمېسيون ته وګومارل شوه. هغې زياته کړه چې له ډېرو کلونو وروسته هغې ته خپل مسلک په لاس ورغى: "زه په جزائي حقوقو کې له زر ګونه خلکو سره او په سياست کې له ټول افغانستان سره مرسته کولاى شم. زه له ولسواکۍ او آزادى سره مينه لرم". د نوموړې دغه هڅې د هغې د تير ژوند زيږنده دي. د هغې پخوانۍ فلسفي مطالعې د هغې د ولسواکۍ او عدلئي دمينې سره ګډې شوې تر څو يو داسې فکر جوړ کړي چې دنيا ته خلاص وي: "زه له هېچا کرکه نه لرم. زه دهر چا په اړه هر وخت فکر کوم چې څه ډول روغې جوړې ته ورسيږو. مونږ بايد په هر څه برسيره د بشريت په هکله فکر وکړو."
|