دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء کابل کې د خپل مرکزي دفتر، اته حوزوي دفترونو او ٣٤ ولايتي دفترونو ( جمع دوه فرعي دفترونو) په مرسته انتخاباتي عمليات ترسره کوي.

د انتخاباتو اجرائيوي امر او مرستيال يې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء سازماني تشکيل رهبري کوي. اداري دفتر د عملياتو د امر او مامورينو د امر څخه جوړ شوى چې د انتخاباتو اجرائيوي امر يې مشري کوي او د ورځينۍ ادارې او د ديپارټمنټونويا څانګو د تشکيلاتو د همغږى مسئوليت په غاړه لري. د عملياتو امر دا باوري کوي چې ټولې څانګې او دفترونه د بودجې او مهال وېش سره سم خپل عملياتي پلانونه ترسره کوي.

د مامورېنو امر دا باوري کوي چې د عملياتو د اجرا کولو لپاره اړينې سرچينې په ځاى دي او سازمان د عملياتو د ترسره کولو لپاره په موثره توګه کارکوي.

د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء څانګې د بهرنۍ اړيکې، قانوني خدمتونه او د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر حمايه ،عامه اړيکې، د حمايې څانګه ، د پروګرامونو اداره او تنظيم، مخابرات او معلوماتي تکنالوژي، امنيت، روزنه او د وړتياو لوړونه، او ساحوي عملياتو څخه عبارت دي. ددې څانګو امرين خپل راپور اداري دفتر ته وړاندې کوي. ټول عملياتي مسايل د عملياتو د امر لخوا اداره کېږي په داسې حال کې چې د سرچينو مسايل د مامورېنو د امر لخوا اداره کېږي.

د ساحوي عملياتو دفترونه
نوموړې څانګه د اتو (٨) سيمه ييزو دفترونو کارونه سره هم آهنګ کوي. د مرکزي دفتر او سيمه ييزو دفترونو تر منځ د ټاکنو له عملياتو سره تړلې ټولې اړيکې د همدې دفتر له لارې برابريږي.

له ساحې سره د اړيکو ټينګولو عمده اسباب هغه ورځنى لارښود دى چې په هغې کې د ساحوي کارکوونکو لپاره ټول رسمي لارښودونه او معلومات شامل دي. سربيره پردې، ساحوي عمليات د هغو مسئلو چې حل ته اړتيا لري او له ټولو سيمه ييزو مامورينو له خوا د شويو پوښتنو يو ليست برابروي چې وروسته بيا اړوندو شعبو ته ليږدول کيږي.

د ټاکنو د عملياتو ګډ مرکز(JEOC) د موسساتو او شعبو د ميکانيزم ترمنځ جوړ شوى تر څو په ټولو سيمو او ولايتونو کې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر د دارالانشاء د کارونو په مهم اړخونو کې هم آهنګي رامنځ ته کړي. د ټاکنو د عملياتو په ګډ مرکز کې د مختلفو شعبو استازي شامل دي؛ دغه اجزاوې د عملياتو د پړاونو سره سم يو تر بل توپير کوي. په مهمو اجزاوو کې يې ساحوي عمليات، سپورټ او امنيت شامل دي. د ټاکنو د عملياتو ګډ مرکز(JEOC) به د اړوندو عملياتو په ترڅ کې د روزنې او عامه اړيکو له خوا استازي ومني.

د ټاکنو د عملياتو ګډ مرکز(JEOC) به د سيمه ييز دفتر په کچه انځور شي.

د ټاکنو حوزوي دفترونه
د ټاکنو سيمه ييز ناظمان(REC) د ټاکنو د سيمه ييزو دفترونو مشري کوي او سيمه ييزې بهرنۍ اړيکي، لوژيستيک، اداري، امنيتي، روزنيز او د عامه اړيکو د کارکوونکو چارې تنظيموي.

د ټاکنو سيمه ييز ناظمان(REC) په خپلو سيمو کې د ټاکنو د عملياتو د سمون او لارښوونې ټوليز مسئوليت پر غاړه لري. دوئ د سيمې په ټولو ولاياتو کې د ټاکنو د ټولو عملياتو هماهنګي يقيني کوي، د ملګرو ملتونو او نورو بهرنيو موسساتو سره په سيمه ييزه کچه منځګړيتوب کوي او ټول سيمه ييز کارکوونکې او د ټاکنو ولايتي ماموراين نيغ په نيغه اداره کوي. د ټاکنو سيمه ييز ناظمان په مرکزي دفتر کې د ساحوي عملياتو د شعبې له لارې ورځنيزې اړيکي ټينګوي.

د ټاکنو د سيمه ييز ناظم د ادارې لاندې به ټول سيمه ييز کارکوونکي د ټاکنو سيمه ييز عمليات پرغاړه واخلي. د ټاکنو سيمه ييز ناظمان(RECs) په اړوندو ولايتونو کې د ټاکنو د ولايتي مامورانو کار هماهنګ کوي.

په ټوليز ډول په سيمو کې د ټاکنو د پروژې مسئوليتونه د ټاکنو د سيمه ييز ناظم(REC) پرغاړه وي. همدا ډول په ولايتونو کې د ټاکنو مسئول د ټاکنو ولايتي مامور(PEO) دى.

د انتخاباتو ولايتي دفترونه
د ټاکنو ولايتي مامور(PEO) د ټاکنو د ولايتي دفتر مشري او د ټاکنو ولايتي ټيم اداره کوي. د ټاکنو ولايتي مامور(PEO) په اړوند ولايت کې د ټاکنو د پلي کولو مسئوليت پرغاړه لري.

د ټاکنو ولايتي ماموران(PEOs) په خپل ولايت کې د ټاکنو د عملياتو د څارنې او ادارې مسئوليت پرغاړه لري. دوى په ولايت کې د ټاکنو د ټولو عملياتو هماهنګي يقيني کوي، د ولايت په کچه د ملګرو ملتونو او نورو بهرني موسساتو سره منځګړيتوب کوي او د ټاکنو ټول ولايتي ماموران اداره کوي. د ټاکنو ولايتي مامور (PEO) په اړونده سيمه ييز دفتر کې د ټاکنو سيمه ييز مامور(REC) ته نيغ په نيغه راپور ورکوي.

د ټاکنو ټول ولايتي کارکوونکي به د ټاکنو د ولايتي مامور تر ادارې لاندې د ټاکنو عمليات پر غاړه واخلي.

لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونوکميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
يونما  يوان دي پي
يوان ولانترز
يوان اوپس

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤