دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


شـــــاليــد

د طالبانو د رژيم د پرځېدو وروسته د نظامي ځواکونو، قومي ډلو، افغان کډوالو او د پخواني پاچا استازيو د جرمنې د بُن په ښار کې سره راغونډ شول او د خبرو اتر يوه پراخه پروسه يې پيل کړه. چې د دغو سلامشورو په پايله کې د بًن تړون ( په افغانستان کې د دايمي حکومت تر جوړېدو د مؤقتي ترتيباتو پر سر تړون) د ١٣٨٠ کال د قوس پر ١٤مه نېټه بې له مخالفته د ټولو ګډونکوونکو له خوا د موافقې وروسته لاسليک شو.

دبُن د تړون په ترڅ کې يوه لنډ مهاله اداره را منځته شوه، تر څو د افغانستان د ملي حاکميت ساتنه وکړي، د دولت ورځنۍ چارې پر مخ بوزي او د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو موسساتو او کانفرانسونو کې د افغانستان استازيتوب وکړي.

همدارنګه د بُن تړون د لنډمهاله ادارې د جوړېدو څخه وروسته په شپږو مياشتو کې دننه د بيړنۍ لويې جرګې د جوړولو غوښتنه کوله، تر څو د ازادو او منصفانه ټاکنو له لارې، چې بايد د بېړنۍ لويې جرګې څخه وروسته په دوو کالو کې د ننه ترسره شي، د يو بشپړ استازي حکومت تر انتخابېدلو پورې، د افغانستان د اداره کولو لپاره يوه منځمهاله اداره وټاکي.

د افغانستان د منځمهاله اسلامي دولت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ديوې داسې خپلواکې او اغيزمنې ادارې د رامنځته کيدولپاره چې په ټاکنيزو موضوعاتو کې حکومت ته مشوره ورکړي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت سره دټاکنو لپاره د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې په تياريو او اداره کولو کې مرسته او همکاري و کړي، د ١٣٨٢ د زمرى د مياشتې پر ٤ نيټه د ٣٩ مې ګڼې فرمان په ترڅ کې دټاکنو يو لنډ مهاله افغان کمېسيون تأسيس کړ. دغه شپږ کسيز کمېسيون ته د عامه پوهاوي او د نوم ليکنې د کارکوونکو د استخدام، د ټاکنو د قانون په تيارولو او جوړولو کې حکومت ته د سلا مشورې ورکولو، د کارى ظرفيت د لوړولو په پروګرام کې د برخې اخېستلو، ټاکنو ته د تياريو نېولو او د ١٣٨٣ کال د ټولټاکنو لپاره د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې اړوند نورو تقنيني فرمانونو کې په ګوته شويو دندو په ګډون بېلابېل مسؤوليتونه ورپه غاړه شوي وو.

لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونوکميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
 

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤