|
پس منظر
افغانستان په يو مهم تاريخي پړاو کې قرار لري چې نه يوازې د افغانانو بلکه د ټولې سيمې په راتلونکې به اغېزه ولري. دغه بدلون د طالبانو د راپرځېدو او د بن د معاهدې له لاسليک کولو وروسته ييل شو. له دې وروسته د ١٣٨١ کال په اوړي کې يوه بېړنۍ لويه جرګه دايره شوه، تر څو يوه انتقالي اداره رامنځته کړي. د بېړنۍ لوى جرګې وروسته د اساسي قانون لويه جرګه دايره شوه او د ١٣٨٢ کال د مرغومې په ١٣مه نېټه يې اساسي قانون تصويب کړ. بلاخره د ١٣٨٣ کال په مني کې د افغانستان د حکومت د حقيقي استازي لپاره ټاکنې تر سره شوې چې په پايله کې د څو لسيزو وروسته د افغانستان لومړنى ولسمشر وټاکل شو.
د دغو بدلونونو د وروستي پړاو په ترڅ کې د ١٣٤٨ کال د غويى په مياشت کې د ټاکنو د قانون تصويب شو. نوموړى قانون د ١٣٨٤ کال د وږي په ٢٧مه نېټه د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره لار هواره وي.
يو ځل چې دغه ټاکنې پاى ته ورسيږي او ولايتي شوراګانې رامنځته شي، نو ولسمشر به د مشرانو د جرګې غړي وګماري او ولايتي شوراګانې به يې وټاکي. د مشرانو د جرګې په رامنځته کېدو سره به د افغانستان دايمي حکومت لږ يا ډېر بشپړ شي اوهغه انتقالي دوره به پاى ته ورسيږي چې په ١٣٨٠ کال کې د طالبانو له پرځېدو سره رامنځته شوې وه.
قانون
ټاکنيز چارواکي
|