|
د خبري رسنيو د کمېسيون دنده داده تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې رايه اچوونکي د رايه
اچونې په وخت کې په پوره خبرتيا سره خپل تصميم نيسي. څرنګه چې د ټاکنو د قانون په
٥١مې مادې کې راغلي، د خبري رسنيو کميسيون د ټاکنيزو مبارزو منصفانه رپوټ ورکونه او
خپرول څاري، په منصفانه رپوټ ورکونې يا د ټاکنيزو مبارزو په خپرولو يا نورو هغو
سرغړونو چې د خبري رسنيو د کړندود په حکمونو پورې اړه نيسي، داړوندو هر ډول سرغړونو
شکايتونه څيړي.
د خبري رسنيو د کمېسيون ترکيب، دندې او واکونه د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر لخوا
وضع او تنظيميږي.
د خبري رسنيو د کمېسيون په اړه د لا زياتو
مالوماتو لپاره، هيله ده چې له موږ سره د
info@jemb.org له لارې اړيکي ټينګې کړى.
|