دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


عـــامـه اړيکې

په ټاکنو کې د ګډون هڅول او عامه پوهاوي رامنځته کول، افغاني ټولنو، دولتي او غير دولتي ادارو ته رسيدل د ١٣٨٤هـ ل کال د ټاکنو يوه نه بېليدونکي برخه ده. د عامه اړيکو موخه افعاني ټولنو ته د ټاکنو په اړوند له کلتوري لحاظه حساس، په وخت اودقيقو معلوماتو وړاندې کول، د ټاکنو په بهير کې د افعاني ښځو ونډې ته وده ورکول او تشويق کول؛ او د افغاني مدني ټولنو، د مدني ښوونو او عامه معلوماتو د کارکوونکو د کاري وړتيا له وړتيا څخه عبارت ده.

د عامه اړيکو څانګه د دواړو يعنې د مدني ښوونو د فعاليتونو او د عامه معلوماتو د مبارزو هم آهنګ کول او وده ور کولو مسؤليت لري چې د انتخاباتي پروسې د برياليتوب مهم ټکى دي. لومړى، د مدني ښوونو فعاليتونه په پراخه توګه د توکو(موادو) په وېشلو او د افغاني ټولنو سره د مستقيمو ناستو له لارې ترسره کېږي. دويم، عامه معلوماتي کمپائن د دواړه دوديزو (راډيو، تلوېزيون، ورځپاڼې او مجلې) او غېر دوديزو (ګرځنده راډيو، سينما او تياتر) رسنيو څخه په استفادې سره، په ښاري او کليوالي سيمو کې افغانانو ته ځان رسوي. په ځانګړې توګه، راډيو چې د رسنيو ترټولو ډېره پيژندل شوى ډول دى -- په لوړه کچه (سطحه) د لنډو عامه خدمتي اعلانونو او اوږدو پروګرامونو او بحثونو لپاره کارول کيږي. دريم، عامه اړيکې له هم ګټو او غير دولتي موسـساتو (د ټاکنو د سيستمونولپاره نړيوال موسسات او د افغانانو د مدني ټولنو غونډو) او د مدني ټولنو له ادارو سره په ګډې همکارۍ د انتخاباتي پروسو په اړه د معلوماتو په برابرولو عمل کوي. بالاخره، د وړو مرستو پروګرام (Small Grants Program-SGP) د وړو پروګرامونو سره په مرسته کولو چې د مدني پوهنو فعاليتونه هم په کې شامل دي مدني ټولنې غښتلي کوي. د همدغو لارو څخه، عامه اړيکې د افغانانو لپارهم معلومات برابروي او هم ټول افغانان د( ښځو، معيوبينو او کوچيانو په ګډون) په پراخه توګه هڅوي څو د افغانستان په بيا رغاونه کې مرسته وکړي.

خلکو ته د معلوماتو د رسيدو لپاره، د نالوستۍ(بيسوادۍ) د کچې په پام کې نيولو سره له شکلونو څخه ګټه اخيستله کېږي. نور ډېر پېچلي پيغامونه د عامه معلوماتو له نورو لارو برابر يږي.

تطبيقول

لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونوکميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
 

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤