|
د وړو مرستو پروګرام
په حقيقت کې يو پخوانى نوښت دى چې د انتخاباتو د تنظيم
د ګډ دفتر د دارلانشاء له خوا پر مخ بيول کيږي، تر څو
د افغاني مدني ټولنو او اجتماعي ډلو له خوا د جوړو
شويو غونډو پوسيله د عامه پوهاوي او د انتخاباتو په
اړه د معلوماتو خپرولو ته وده ورکړي. د داسې غونډو
لپاره له ٥٠ ډالرو څخه تر ١٠٠٠ ډالرو پورې د مرستو
ورکولو په وسيله د وړو مرستو پروګرام (SGP) په يو وخت
هم افغاني مدني ټولنه پياوړې کوي ا و هم افغاني جامعو
ته د راتلونکې ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې، چې
د کال ١٣٨٤ د وږي (سنبلې) پر ٢٧مه نېټه به تر سره شي،
عامه اړيکې پراخوي.
د وړو مرستو پروګرام لا
د مخه خپل کوښښ پيل کړى دې! ټولې افغاني مدني ټولنيز
تنظيمونه او اجتماعي ډلې هڅول کيږي چې د خپلو پروژو د صحيح
او تشريح شوي غوښتنليک د ورکولو پوسيله مراجعه وکړي. د
نوموړي پروګرام او د غوښتنليک د پروسې په اړه د لا زياتو
معلوماتو لپاره، لطفاً په لاندې پته تماس ونيسئ:
د وړو مرستو پروګرام، د
انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء، د انتخاباتو
ودانۍ، د جلال آباد سرک، کابل
د تيلفون
شميره:٠٧٠١٧٤٤٣١ - بريښنا ليک:
mohammadzarifs@unops.org.af
بيا
بيا کيدونکى (مکررې) پوښتنى
|