دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


د وړو مالي مرستو پروګرام ( SGP) بيا بيا کېدونکې ( مکررې ) پوښتنې

دوړو مرستو پروګرام يعنې څه ؟

د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر دارالانشاء د افغاني مدني ټولنې د غښتلتيا لپاره د وړو مرستو پروګرام نوښت کړى دى . ددې پروګرام په وسيله د افغاني ګروپونو او ټولنو سره دداسې فعاليتونو په ترسره کولو کې مرسته کيږي چې دعامه پوهاوي پيغامونه ورسره مل وي .

د ځايى غيردولتي موسسو او ټولنو په ګډون ، ټول هغه افغاني ګروپونو ته چې غواړې د عامه پوهونې پورې اړوند پروګرامونه تنظيم کړي ، ښه راغلاست ويل کيږي ترڅو د وړې مرستو ترلاسه کولو لپاره غوښتنليکونه ورکړي .

وړې مرستې يعنې څه ؟

  • داهغه مالي مرستې دي چې ستاسو د عامه پوهاوي پورې د اړوندو پروګرامونو په پلان او اجراء کې کارول کيږي.
  • دا ستاسو د محلي ابتکاراتو ستاينه ده . د وړو مرستو پروګرام لپاره د ټولنې داوطلبي ضروري ده. يعنې ستاسو ټولنه بايد ارومرو دې پروژې سره همکاري وکړي . همکاري کېداى شي چې مثلاً ، د توکو د ليږدولو او يا د کارګرو په بڼه وي .

د وړو مرستو پروګرام له څه ډول فعاليتونو څخه ملاتړ کوي ؟

د وړو مرستو پروګرام هدف د ونډې اخيستنې او ارتباطې جال له لارې د افغاني مدني ټولنې پرمختيا او غښتلتيا ده .

نو ځکه ، دا به ستاسو د ګروپ سره مرسته وکړي که چېرې :

  • تاسو نورو ډلو سره د خپلو پروژوي فعاليتونو په پلان جوړونې او عملي کونې کې همکاري وکړئ .
  • ستاسو پروژه مدني ارزښتونو لکه تحمل ، اعتدال ، يووالى ، عدم تشدد اوداسې نورو ته وده ورکړي.
  • ستاسو پروژه ټولنيزو او سياسي چارو کې دعامو وګړو ګډون ته وده ورکوي .
  • ستاسو پروژه ټولينزو- سياسي چارو کې د ځوانانو او ښځو بشپړ او اغيزمن ګډون ته وده ورکوي .

ځينې عملي نظريې :

  • کېداى شي چې ستاسو پروژه يو کلتوري يا سپورتي پروګرام وي : شاعري ، سندرې ، نکلونه ، مهارتونه او داسې نور .
  • کېداى شي چې ستاسو پروژه د چاپيريال په هکله وي : په کليو او بانډو کې د ونو کينول ، د کورونو شاوخوا پاکول او داسې نور .
  • کېداى شي چې ستاسو پروژه يو ټولنيز پروګرام وي : په ټوليزه توګه د معوبينو سره مرسته کول ، د بيوزلو يتيمانو او کونډو سره مرسته کول ، او داسې نور.
  • کېداى شي ستاسو پروژه د نورو فعاليتونو لکه : د سولې په هکله د مباحثو تنظيمول ، بيا رغونه ، بين القومې او بين المذهبي همکاري ، او داسې نور .

د مرستو اندازه به څومره وي ؟

  • ستاسو ډلې سره به زياد نه زياد ١٠٠٠ امريکايي ډالر مرسته وشي .
  • که چيرې ستاسو لومړۍ پروژه بريالۍ شي ، کېداى شي چې نورې پروژې موهم د وړو مرستو پروګرام لخوا تمويل شي .
  • ستاسو ټول لګښتونه بايد بودجې کې په روښانه توګه په نظر کې نيول شوي او د رسيدونو په وسيله تصديق شوي وي او د حساب په کتاب کې موجود وي .

د هر ډول فعاليتونو سره به مرستې نه کيږي !

کومو فعاليتونو سره به مرستې نه کيږي ؟

  • هغه پروژې چې کوم ډول سياسي تعصب ولري .
  • هغه پروژې چې د ټولنې له ونډې پرته د روزنې پروګرامونه پرمخ بيايي .
  • هغه پروژې چې په عمده ډول د خپلو اساسي لګښتونو لکه نقليه وسايط ، دفتري سامانونه ، کمپيوټرونه او داسې نورو لپاره د مرستو غوښتنه کوي .
  • هغه پروژې چې د فنډ د ١٠ پرسليزې نه زياته برخه يې معاشونو ، اداري ، يا دفتري لګښتونو ته ځانګړى شوي وي .
  • وړې مرستې د تجارتي عملياتو (فعاليتونو) ، نړيوالو غير دولتي موسسو، کورنيو او افرادو لپاره نه شي ترلاسه کيداى .

تاسو بايد څه وکړئ ؟

که ستاسو ډله داسې کومه مفکوره لري چې ددې پروګرام له لارې ورسره مرسته کېداى شي، تر ټولو لومړۍ بايد خپله مفکوره وليکئ او لاندينو پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ :

  • ستاسو ډله څه نوميږي ؟
  • ستاسو پروژه ولې ضروري ده ؟
  • ستاسو د پروژې ګټه څه ده ؟ څومره خلک به ترينه ګټه واخلي ؟
  • ستاسو پروګرام به څه وخت ترسره شي ؟
  • تاسو د خپلې پروژې له لارې څه ترلاسه کول غواړئ ؟
  • تاسو به کوم فعاليتونه ترسره کړئ ؟
  • څومره لګښت به ولري ؟
  • ستاسو ټولنه به دې پروژې سره څه ډول همکاري وکړي ؟

کله مو چې دا روښانه کړه ، نو لطفاً خپلې سيمې ته تر ټولو نژدې د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء له ولايتي انتخاباتي دفتر څخه ليدنه کتنه وکړئ ترڅو د خپل وړانديز په هکله خبرې اترې وکړئ . که چيرې ستاسو پروژه معيارونو سره سمه وه ، تاسو به د غوښتنليک ځانګړې فورمه د بشپړولو لپاره ترلاسه کړئ .

چيرته وړې مرستې ترلاسه کولاى شئ ؟

د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتردارالانشاء په هر ولايتي انتخاباتي دفتر کې چې د ولايتونو په مراکزو کې موقعيت لري، د وړو مرستو د پروګرام يو پوه لري – د وړو مرستو پروګرام مسئول مامورين . د وړو مرستو ټول مسئول مامورين د وړو مرستو په هکله بشپړ معلومات لري او تاسو سره ستاسو د پروژو په پرمختيا کې مرستې کولو ته چتمو دي .

د پروژې د تمويلولو پريکړې څه ډول کيږي ؟

ستاسو ولايت کې موجود د وړو مرستو مسئول مامورين به ستاسو غوښتنليکونه بيا له نظره تيرکړي او کابل ته به يې د بياکتنې کميټې ته وروليږي ، چې همدا کميټه بيا د پروژې د منلو پريکړه کوي . منل شوې پروژې به بيرته ستاسو د وړومرستو مسئول مامور ته وليږدول شي ،چې هغه به بيا له تاسو سره تماس ونيسي او په دې توګه تاسو کولاى شئ خپل د عامه پوهونې پروګرام ترتيبول پېل کړئ .

بيرته
لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونوکميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
 

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤