دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې


د افغانانو غږ
  • نوم: شکريه
  • عمر: ٣١ کلن
  • ولايت: کابل

    " زه باور لرم چې ډير خلک، په ځانګړي ډول ځوانان به ښځو ته رايه ورکړي. شځې سوله ييز فکر لري او له نارينه وو ډيرې بشر دوسته دي. ښځې جنګ سالارانې، مجرمينې يا د نيشه يي توکو قاچاقچيانې نه دي. "


  • نوم: مریم
  • عمر: ٣٨ کلن
  • ولایت: کابل

    "د دې هېواد قوت ځوانان دي. ډير شمېر ځوانان به رايه ورکړي او دوى به ځوان، ځيرک، ويښ کانديدان چې د دوى اعتماد وړ وي، انتخاب کړي."


  • نوم: خديجه
  • عمر: ٤٥ کلن
  • ولايت: کابل

    "موږ دلته د يو سوله ييز او آباد افغانستان په خاطر د رايې ورکولو لپاره راغلي يوو. زما رايه يوازې زما لپاره نه، بلکې زما د اولاد او کورنۍ لپاره هم ده."


  • نوم: مريم
  • عمر: ٢٠
  • ولايت: کندهار

    " زه ډېره خوشحاله يم چې د رايې ورکولو حق مې ترلاسه کړى؛ ما رايه ورکړه او زه خوشحاله يم".



  • نوم: اسدالله خالد
  • عمر: ٢٥
  • ولايت: کندهار

    " زه ډېرزيات خوشحاله يم چې خپل خلک د رايې ورکولو په حال کې وينم"، " څرګنده ده چې افغانان به له ٣٠ کلنو جګړو څخه وروسته د رايې ورکولو لپاره راووځي".


  • نوم: محمد حسن
  • عمر: ٧٠
  • ولايت: باميان

    کله چې ٧٠ کلن ړوند ګنډونکى محمد حسن د خپل ١٢ کلن لمسي غلام حسين په وسيله د رايې ورکولو ځاى ته وړل کېده، هغه وويل: " دا د افغانانو لپاره يوه په زړه پورې ورځ ده ".

    " زه يوازې سوله او د خپل لمسي لپاره سوله ايز ژوند غواړم. که موږ هڅه وکړو، نو خپلې ستونزې حل کولى شو. هغه ډاډ څرګند کړ چې د هغه د لمسي ژوند به دهغه په څېر ستونزمن نه وي. د ديموکراسي مانا داده چې موږ به خپلې ستونزې په خبرو حل کړو نه په جګړوسره- دا زما هيله ده".


  • نوم: فرید (نارینه)
  • عمر: 25
  • ولایت: بلخ
  • "زه غواړم چې په خپل هېواد کې سوله، بيا رغونه او د لوړو زده کړو د يو ښه سيسټم رامنځ ته کول غواړم. زه يو طبي ډاکټر يم او د بلخ ولايت د مزارشريف په ښار کې روزل شوى يم. د حکومت څخه زما غوښتنه، روغتيا ته پاملرنه کول او د هغو روغتونونه په نويو وسايلو سمبالول دي چې په وخت تېرو وسايلو څخه کار اخلي. روغتون يوازې يو سټېتوسکوب لري؛ په داسې حال کې چې موږ د سټيسکن، اي سي جي او د ايم آر آيې ماشينونو ته اړتيا لرو. د افغانستان دولت بايد خپل پام ښوونځيو او د ماشومانو ښوونې ته واړوي، ځکه چې ماشومان د دې هېواد لپاره راتلونکې سرمايه ده. همدارنګه زموږ کليوالې سيمې بيا رغونې ته سخته اړتيا لري او په دې سيمو کې موږ ډېرو روغتيايي مرکزونو ته اړتيا لرو څو د خلکو درملنه او د ناروغيو څخه مخنيوى وکړو."


لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونوکميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
 

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤