دافغانستان د ١٣٨٤ کال دولسي جرګي
اوولايتي شوراګانو ټاکنې

ښځې او ټاکنې

د جنسيت څانګه د چنګاښ په ٢٢مه نېټه د سياسي ګوندونو د مشورتي مجتمع سره د خبرو اترو کوربه وه.دغې مجتمع د ٢٠٠٤م ميلادي کال د جولاى په مياشت کې د دولسو سياسي ګوندونو په ګډون سره خپل کار پيل کړى دى. اوس مهال شا و خوا ٧٢ سياسي ګوندونه په مياشت کې دوه ځله سره يو ځاى کېږي څو د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر سره د ټاکنو اړوند بېلابېلو مسايلو په هکله خبرې اترې وکړي. ددغو ګوندونو له جملې څخه (٥) ګوندونه له ولايتونو او ٦٧ يې له کابل څخه برخه اخلي.

د جنسيت څانګې د خپل کار په اړه لنډه مقدمه او د ټاکنو د بهير اړوند د ښځو د مسايلو په هکله لنډ معلومات وړاندي کړل. د دغې څانګې مسؤولې ډلې څرګنده کړه چې دوى د جنسيت اړوند مسايلو او ټاکنو ته په جامع نظر ګوري، په دې معنا چې دوى د کانديدانو او رايه ورکوونکو په توګه د ښځو د ګډون په اړه د دواړو ښځو او سړيو اندېښنې تر غور لاندې نيسي. ناستو کسانو ته چې ډير يې سړي وو د معلوماتو وړاندې کول مناسب وو او خبرې اترې ښې په زړه پورې وې.

نوموړي څانګې همدارنګه تشريح کړه چې د جنسيت مسايل ولې د ټاکنو او په ځانګړي ډول له سياسي ګوندونو سره تړاو لري. اوس مهال د راجسټرشوو رايه ورکوونکو په سلو کې ٤٠ ښځې دي. طبعي ده چې سياسي ګوندونه په پارلمان کې د خپل شتوالي فکر لري. دوى د کافي سياسي واک د ترلاسه کولو لپاره د زيات نه زياتو رايو ترلاسه کولو ته اړتيا لري او د ښځو رايې هم رايې دي، نو د ښځو د نه شاملولو په صورت کې به سياسي ګوندونه کمې څوکۍ ترلاسه کړي. هغه ګوندونه چې د ښځو د فعالې برخې اخيستنې پلوي وي، دوه برابره رايې لري ځکه چې دوى د ټول نفوس نيمايي يعنې ښځې هم په خپل ګوند کې شاملې کړې دي.

پرانيستى بحث له داسې پوښتونو څخه پيل شو چې د ښځو د ٢٥% وڼدې په شا او خوا څرخيدلې. د ونډې خبره ډيره لږ لانجمنه وه، ځينو فکر کاوه چې دا ونډه بايد زياته واى او ځينو ويل چې بايد لږ واى. دا ټکى واضح شو چې د ښځو ونډه له ٢٥% پورې نه ده تړلې دوى کولى شي چې سيالي وکړي او لا ډيرې څوکۍ ترلاسه کړي. ډيرو سړيو ومنله چې دغه ونډه د ارزښت وړ هڅه ده او پرته له دغې ونډې څخه به ښځې د خپل استازيتوب پيداکولو کې غټې ستونزې سره مخامخ شوې واى ( يو سړي وويل چې ښځې به پرته له ونډې څخه ١% رايې ترلاسه کړي). ګډون کوونکو وويل چې افغانستان اوس هم د ټولنيز او سياسي پرمختګ په حال کې دى، نو د دغه ډول ونډو ټاکل اړين کار دى. خو، داسې انديښنې هم جوتې شوې چې کېداى شي د ښځې هغه اړينه وړتيا ونه لري څو په پارلمان کې کار وکړي. په ټوليز ډول په دې توافق موجود و چې دواړه ښځې او سړي کافي تعليم او تجربه نه لري چې د هيلو سره سم په پارلمان کې کار وکړي. د دوى د رول او سياسي بهيرونو په هکله لازيات پوهاوي ته اړتيا ليدل کيږي.

برخوالو په دې هکله اندېښنه درلوده چې کېداى شي د ښځو لپاره بېلې شوې څوکى تشې پاتې شي. هېڅ څوکۍ به تشته نه پاتې کيږي مګر دا چې کافي شمېر کانديدان نه وي موجود، او دا ستونزه يوازې د يو څو ولايتي شوراګانو په څوکيو کې را منځته شوې. داسې اندېښنې موجودې دي چې ځينې ښځينه کانديدانې به ډېر کم شمېر رايې تر لاسه کړي. د برخوالو له منځ څخه يوې ښځينه غړې وويل چې تشې څوکۍ به د دې سبب شي څو په راتلونکي کې ښځې د هغو د ډکولو لپاره و هڅوي.

ډېرى برخوال په دې عقيده وو چې ښځو ته د برابرو حقوقو ورکول په ځاى ؤ او زياته يې کړه چې د نوموړو حقوقو څخه يوازې ښاري ښځې برخمنې دي نه کليوالې ښځې. که چېرې ښځو لپاره ونډه نه واى موجوده ښځو به له ١ % څخه هم کمې رايې تر لاسه کړې واى. خلکو د هغو ستونزو په هکله مالومات در لودل چې ښځې ور سره مخامخ دي، ځکه خو په اساسي قانون او نورو قوانينو کې ورته برابر حقوق ور کړل شول چې تر دې مهاله په عمل کې نه دي پلي شوي. دوى بايد دغه حقوق تر لاسه او ترې ګټه واخلي. يوه کس وړانديز وکړ، چې د څوکيو بېلول بايد د نفوسو مطابق تر سره شوي واى (چې د شمېر له لحاظه ښځې له نارينه وو څخه زياتې دي). يوه سړي وويل، چې په يو داسې هېواد کې چې هلته زياتره خلک له خپلو حقوقو څخه نا خبره وي موږ بايد ښځو ته وخت ور کړو څو په خپلو حقوقو باندې پوهـ شي.

برخوالو د کوچيانو د ښځو په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې هغوى څنګه په انتخاباتي بهير کې ښکيلې او رسېدلاى شي. دوى پوښتنه وکړه، چې کليوالو سيمو کې موږ څنګه ښځو ته رسېدلاى شو؟ همدارنګه برخوالو په دې پوهېدل غوښتل چې موږ څنګه هغو ښځو ته ځانونه رسولي واى چې په هغوى باندې د ګرځېدو بانديز ؤ او کېداى شي چې دا د هغوى په وړاندې د کانديدۍ، راجسټر کولو او رايه ور کولو په هکله د مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره لوى خنډ وي. ښځو ته پکار ده چې خپل نارينه وهڅوي څو دوى ته د زده کړې اجازه ور کړي، چې ډېر خلک له دې سره هم غږي دي.

د سياسي ګوندونومشورتي مجتمع لار ښودنه وکړه چې موږ د ټولنې په پوهولو باندې ډېر وخت مصرف کړى دى او د دوى د باور د تر لاسه کولو لپاره مو ډېر زيار ايستلى دى. د دا ډول کارونو تر سره کول به د هغو پېغامونو په ليږدولو کې مرسته وکړي په خلکو پورې اړوند وي.

ګوندونو خپلې اندېښنې په ډاګه کړې چې ښځې د دوى د ګوندونو پوره استازيتوب نه کوي. دا په داسې حال کې چې ١٠٩ ښځينه کانديدانو د سياسي ګوندونو سره د يو ځاى کېدو اعلان کړى دى، مګر د ګډون کوونکو په اند کېداى شي چې دا شمېر له دې څخه هم ډېر وي، مګر د سياسي ګوندونو سره د يو ځاى کېدو څرګندونه له وېرې نه شي کولاى. دلته د رايې اچونې په سيستم باندې يو اوږد بحث را منځته شو چې موخه يې د رايې اچونې پر مهال د سياسي ګوندونو د رول کموالى و، او کانديدان يې دې ته اړ ايستل چې په مستقل ډول انتخابات پر مخ بوځي. ويل کيږي چې دې په خپل وار په ښځينه کانديدانو باندې ډېره اغېزه وکړه ځکه چې په معمول ډول ښځينه کانديدانې نه خو کومې خاصې سرچينې لري او نه هم کوم داسې سازماني تشکيلات چې له دوى څخه ملاتړ وکړي، نو ځکه دوى د ګوند تشکيلاتواو ملاتړ ته اړتيا لري.

وروسته يو لنډ توکميز بحث را منځته شو. خلکو پوښتنه کوله، چې آيا موږ بېلا بېلو توکمونو ته رسېدلاى شو. آيا خلک به د توکم په اساس رايه ور کړي؟ په پاى کې پرېکړه وشوه چې رايې بايد د وړتيا پر بنسټ وي نه د جنسيت او توکم پر بنسټ. خو له بلې خوا ډېرى برخوال د ونډې په حق کې وو. نوموړى بحث ډېر په زړه پورې او ګټور و.

لومړۍ پاڼه
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر
د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر دارالانشاء
انتخاباتي شکايتونوکميسيون
دخبري رسنيو کميسيون
 
رايه ورکوونکى
سياسي ګوندونه يا کانديدان
نړيوال او کورنى کتونکى
خبري رسنۍ
 
دعکسونو ګالري
د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
نورې ويبپاڼې
اړيکي
کار موندنه
دويب پاڼې نخشه
ګډون
دا ويبپاڼې هم کتلى شئ:
يونما  يوان دي پي
يوان ولانترز
يوان اوپس

د دې ويبپاڼې ټول مادي او معنوي حقوق خوندي دي - د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې - © ١٣٨٤